د ولسمشر غني پروړاندې ۵ لویې ننګونې

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, داود قاري زاده - بي بي سي
- دنده, ژباړه: هدایت الله همیم
افغانستان بالاخره تر څو میاشتنیو ټاکنیزو لانجو وروسته نوی ولسمشر وټاکه، نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی به د لوړې تر مراسمو وروسته نېغ په نېغه په ډېر کار ځان بوخت نه کړي.
نوی ولسمشر تر هغو لانجمنو ټاکنو وروسته وټاکل شو، چې سیالې ډلې یې د درغلیو تورونه پورې کول، همدا وو چې د ټولو رایو بیا شمېرنه وشوه، او د امریکا په منځګړیتوب د ملي یووالي د حکومت پر جوړولو دواړو نوماندانو هوکړه وکړه.
نو ولسمشر به له کومو لویو پنځو ننګونو سره مخامخ وي؟
د یووالي ساتنه

د عکس سرچینه، BBC World Service
که څه هم، اشرف غني احمدزی او مخکنی ټاکنیز سیال یې عبدالله عبدالله، د امریکا په منځګړیتوب د ملي یووالي د حکومت پر جوړولو سره سلا شول، خو د عبدالله ځینې مهم ګوندي ملګري لاهم پر دې باور دي، چې ګني غني د درغلو رایو په درشل کې بریالی اعلان شوی.
همدا ده، چې نوی ولسمشر باید د ملي یووالي په نوي حکومت کې د ملي یووالي چاره لا پسې غښتلې کړي او یو قوي سیستم جوړ کړي.
هغه وړاندې هم د ټاکنیز سیستم د اصلاحاتو ژمنه کړې وه، چې را روان کال به پارلماني ټاکنې کېږي. دا کوم اسانه کار هم نه دی؛ ځکه چې ګڼ افغانان د ملي یووالي د حکومت پر جوړېدو اندېښمن دي، او وايي چې شاید ډېر دوام ونه کړي.
افغانان کار ته هڅول

د عکس سرچینه، BBC World Service
د تېرو شپږ میاشتنیو ټاکنیزو لانجو له کبله د هېواد اقتصاد ته لوی زیان رسېدلی، داسې هېواد کې تر ډېره پر بهرنیو مرستو تکیه کوي.
له شک پرته، غني په نړیوال بانک کې د یوه اقتصادپوه په توګه تجربه لري، او د ناکامو حکومتونو د ستونزو له ختمولو سره یې سروکار درلود، شاید دا کار د خپل هېواد د اقتصاد په غوړېدا کې له هغه سره مرسته وکړي. خو تر ټولو لویه ستونزه لاهم افغانستان کې د پراخ فساد لمن ورټولول دي.
که څه هم غني له فساد سره د ټینګې مبارزې ژمنه کړې، خو د کار پایله به یې د جدي کار په ترسره کولو کې ولټول شي، ځکه چې د هغه سلف حامد کرزي د فساد په ختمولو کې پر خپلې بې وسۍ اعتراف وکړ.
امنیت راوستل

د عکس سرچینه، BBC World Service
اشرف غني احمدزی پر داسې حساس وخت کې ولسمشر وټاکل شو، چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان نه جنګېدونکي نړیوال ځواکونه وتونکي دي.
د راتلونکي کال له پیلېدا سره سم به د هېواد ټولې امنیتي چارو شاوخوا هغو ۳۵۰ زرو افغان ځواکونو ته وسپارل شي، چې د وسلو او مهماتو له اړخه سم نه دي سمبال شوي، او له طالبانو سره د جګړې پېټی به هم د دوی پر اوږو کېښودل شي.
په داسې حال کې چې د هېواد سیاستوال د ټاکنو د پایلو په اړه سره وېشلي ښکارېدل، طالبانو له فرصته په ګټې اخیستو د هېواد پر ځینو سیمو ډله ییز بریدونه وکړل. غني وړاندې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد د کمیسیون مشر پاتې شوی، همدا ده چې نوموړي ته د خپلو امنیتي ځواکونو وړتیا او اړتیا ډېره ډېره مالومه ده.
نوموړي پر دې هم ښه پوهېږي، چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان پوځ پر امریکايي پوځي مرستو متکي وي. غني د خپل سلف کرزي خلاف دا خبره کړې، چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکوي، چې پربنسټ یې په هېواد کې زرګونو امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو ته د پاتې کېدو اجازه ورکول کېږي.
د سولې خبرې وشي او که نه؟

د عکس سرچینه، BBC World Service
اشرف غني پر دې اند دی، چې په هېواد کې روان کړکېچ او ناخوالې له سوله ییزې لارې حل کېدای شي، خو له طالبانو سره د مخامخ خبرو غوښتونکی دی.
ګڼ افغانان شکمن دي، چې ایا د غني په پاچاهۍ کې به افغانستان تر اوسني وضعیت غوره شي او که څنګه. طالبان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله دواړه د "امریکا نانځکې" بللي، هغه توری چې حامد کرزي ته یې هم کټ مټ کارولی.
خو د جګړې په ډګر کې ښکاري، چې طالبان د سولې د خبرو پرځای جګړې غځولو ته ډېر هوډمن ښکاري.
د مېرمنې رول به یې څه وي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service
اشرف غني او د هغه مېرمن <link type="page"><caption> رولا غني</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/09/140929_profile_rula_ghani_afghan_1st" platform="highweb"/></link> (بي بي ګله) د خپل هېواد د راتلونکي په اړه له لویو ننګونوسره مخامخ ښکاري، رولا امریکایي الاصله لبنانۍ ده، چې دواړو د تېرې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې د بیروت په امریکايي پوهنتون کې د زده کړې پرمهال سره پېژندلي او واده یې کړی دی.
په افغانستان کې معمولاً لومړۍ مېرمن د عامو خلکو له لیده پټه پاتې شوې، خو ښکاري چې دا ځل به وضعیت بل ډول وي.
رولا غني د روان کال لومړیو کې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال یوځل د خپل مېړه اشرف غني احمدزي د ملاتړ په یوه غونډه کې راڅرګنده شوه او وینا یې وکړه. د هغې راڅرګندېدل په مثبت فال ونیول شول، ځینې ښځینه افغان فعالې پر دې باور دي، چې د نوې لومړۍ مېرمن فعالیتونه به د ښځو پر ژوند مثبت اغېز ولري.
خو لاڅرګنده نه ده، چې ایا په نارینه واکمنه افغاني دودیزه ټولنه کې به د هغې رول رښتیا هم اغېزناکه وي او که نه، او ایا مېړه به یې وغواړي چې د ژوند شریک یې هم هڅه وکړي او دې تجربې ته ځان برابر کړي.








