د ولسمشر د لوړې مراسم

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د سپتمبر پر ۲۹ کابل کې لوړه وکړه. نوموړي وویل، نور افغانان فساد نه شي زغملی.

کابل کې دوشنبه (سپتمبر ۲۹) د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته ټینګ امنیت نیول شوی و.
د عکس تشریح، کابل کې دوشنبه (سپتمبر ۲۹) د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته ټینګ امنیت نیول شوی و.
د لوړې مراسمو پر ورځ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید اته کسان ووژلي، چې څلور یې پولیس او درې ولسي وګړي دي.
د عکس تشریح، د لوړې مراسمو پر ورځ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید اته کسان ووژلي، چې څلور یې پولیس او درې ولسي وګړي دي.
مخکني ولسمشر حامد کرزي د لوړې مراسمو کې خبرې وکړې او نوي ولسمشر ته یې د بریا هیله وښوده.
د عکس تشریح، مخکني ولسمشر حامد کرزي د لوړې مراسمو کې خبرې وکړې او نوي ولسمشر ته یې د بریا هیله وښوده.
د اشرف غني اوږدې وینا ته حاضرو خلکو چکچکې وکړې.
د عکس تشریح، د اشرف غني اوږدې وینا ته حاضرو خلکو چکچکې وکړې.
په بهرنیو مېلمنو کې د ګاونډي پاکستان او هند مشران هم وو.
د عکس تشریح، په بهرنیو مېلمنو کې د ګاونډي پاکستان او هند مشران هم وو.
نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته د سترې محکمې مشر او قاضي القضات عبدالسلام عظیمي لوړه ورکړه.
د عکس تشریح، نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته د سترې محکمې مشر او قاضي القضات عبدالسلام عظیمي لوړه ورکړه.
ولسمشر کرزي اجرایوي مشر عبدالله عبدالله ته لوړه ورکړه.
د عکس تشریح، ولسمشر کرزي اجرایوي مشر عبدالله عبدالله ته لوړه ورکړه.
اشرف غني احمدزي وویل، په حکومت کې نویو پروګرامونو او پراخ تحول راتلو ته اړتیا ده.
د عکس تشریح، اشرف غني احمدزي وویل، په حکومت کې نویو پروګرامونو او پراخ تحول راتلو ته اړتیا ده.
غني خپلو مرستیالانو (عبدالرشید دوستم او سرور دانش) ته لوړه ورکړه.
د عکس تشریح، غني خپلو مرستیالانو (عبدالرشید دوستم او سرور دانش) ته لوړه ورکړه.
حامد کرزي ولس ته پخپله وروستۍ وينا کې وويل د حکومت بنسټونه يې ايښي دي او افغانستان به يوه ښه راتلونکې ولري.
د عکس تشریح، حامد کرزي ولس ته پخپله وروستۍ وينا کې وويل د حکومت بنسټونه يې ايښي دي او افغانستان به يوه ښه راتلونکې ولري.
 نوي ټاکل شوي ولسمشر وویل، سیاسي اختلافات باید له سیاسي لارو حل شي، خو طالبان او حزب اسلامي یې د سولې خبرو ته راوبلل
د عکس تشریح، نوي ټاکل شوي ولسمشر وویل، سیاسي اختلافات باید له سیاسي لارو حل شي، خو طالبان او حزب اسلامي یې د سولې خبرو ته راوبلل
اشرف غني احمدزی په افغاني دودیزو کالیو او لونګۍ کې مراسمو ته راغلی، خو عبدالله عبدالله بیا دریشي اغوستې ده.
د عکس تشریح، اشرف غني احمدزی په افغاني دودیزو کالیو او لونګۍ کې مراسمو ته راغلی، خو عبدالله عبدالله بیا دریشي اغوستې ده.