"امریکا د ملکي مرګژوبلې پلټنو کې پاتې راغلې"

د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو له لوري د شوې ملکي مرګژوبلې د کره او دقیقو پلټنو په برخه کې پاتې راغلې.
دغه سازمان ادعا لري چې ان ممکنه جنګي جنایتونه هم نه دي پلټل شوي او نه یې عاملینو ته سزا ورکړل شوې.
په رپوټ کې پام تر ډیره د امریکايي ځواکونو له خوا د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ پر شوي هوايي بریدونو او د شپې له خوا پر عملیاتو را غونډ دی.
رپوټ وايي چې په دغو پنځو کلونو کې يې له ۱۲۵ کسانو سره چې د وژل شویو د کورنۍ غړي دي مرکې کړې.
دوی ویلي چې تر دې دمه ورته د خپلو دوستانو د وژل کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په افغانستان کې د بښنې نړیوال سازمان وایي چې له ۲۰۰۱ کاله تر دې دمه زرګونه ملکي وګړي د نړیوالو ځواکونو په ځانګړي ډول د امریکایي سرتیرو له لوري وژل شوي دي.
په رپوټ کې دغه راز راغلي چې ډیر شمېر ملکي افغانان د بهرنیو سرتیرو له خوا وهل شوي او ځوورول شوي دي.
د ناټو یوه ویاند د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې دوی به په دې اړه د رپوټ له لوستلو وروسته خپل غبرګون څرګند کړي.
ویاند زیاته کړه چې دوی د ولسي وګړو د مرګژوبلې په تړاو ادعاوې ډېرې جدي ګڼي او په دې اړه د ټولو رپوټونو په بشپړ ډول پلټنه کوي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو پر بنسټ افغانستان کې تېر کال د ولسي وګړو په مرګژوبله کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په ۲۰۱۳ کال کې نږدې ۳۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۵۶۰۰ ډېر ژوبل شوي دي.
په ۲۰۱۳ کال کې ډیری مرګژوبله د طالبانو له لوري د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماینونو یا د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په جګړه کې د ولسي وګړو د ګیر پاتې کېدو له امله منځ ته شوې ده.
د ولسي وګړو مرګژوبله د افغانستان او امریکا تر منځ په تېرو کلونو کې د اړیکو د ترینګلتیا او د دوو هېوادونو تر منځ د امنیتي تړون د نه لاسلیکیدو اصلي لامل دی.
د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي په دې اړه ویلي:
"د ولسمشر کرزي هڅه تل دا وه چې څنګه په داسې یوه جګړه کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیسي چې زموږ نه ده بلکه پر موږ تپل شوې ده".
افغان ولسمشر حامد کرزي د بهرنيو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژنه بيا بيا غندلې او د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.
تېر کال ولسمشر کرزي وروسته له هغې چې د شپې له خوا په عملیاتو کې په تېروتنه ملکیان ووژل شول، د بهرنیانو له لوري د استوګنې په سیمو باندی پر هوايي بریدونو بندیز ولګاوه.
خو د بښنې د نړیوالو سازمان ۸۴ مخیزه رپوټ (په تیاره کې پرېښودل شوی) پام په دې راغونډ دی چې امریکایان په څه ډول د دغه راز بریدونو پلټنه کوي.
د بښنې د نړیوال سازمان د اسیا څانګې مشر ریچارډ بینټ ویلي:
"له یرغل وروسته امریکایي ځواکونو زرګونه افغانان وژلي یا ټپیان کړي دي خو قربانیان او کورنۍ یې کومه ځانګړې چاره نه لري. د امریکا پوځي محاکمو نږدې تل په غیر قانوني وژنو او سپکاویو کې ښکېل خپل سرتیري نه دي محاکمه کړي".
نوموړي زیاته کړی چې امریکایي سرتیري باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړو ته درناوی وکړي او د ولسي وګړو د خوندي ساتلو لپاره هڅې وکړي.
هغه کسان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا بندیان شوي او وروسته بیا وهل شوي او ځورول شوي، یو یې هم د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسیدونکی قند اغا دی.
نوموړی چې څو میاشتې د بهرنیو ځواکونو په توقيف کې و وایي چې د بریښنا په مزو وهل شوی او د بند په موده کې د اتو بندیانو د مرګ شاهد و.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په دې ټولو کلونو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې یوازې د ۶ پیښو په تړاو څېړنه شوې.
د دغه رپوټ په اړه افغانستان کې مېشت د ايساف ځواکونه وايي چې د دوی څیړنې روانې دي او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به خپل غبرګون څرګند کړي.








