د عبدالله څارونکي د رایو له ارزونې سره یوځای شول

د عکس سرچینه،
د ټاکنو خپلواک کمسیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل، د رایو د ارزونې د چټکتیا لپاره په راتلونکو ورځو کې د تفتیش د ټیمونو د زیاتولو پلان لري:
''په راتلونکو ورځو کې به نور ټیمونه جوړ کړو، چې د ارزونې بهیر چټک شي، تر غور او ارزونې وروسته به د ارزونې د ټیمونو شمېر ۳۰۰ ته ورسېږي. پرون د ۴۰۰ صندوقونو تفتیش پای ته ورسېد''.
ښاغلي نور وویل، له ټول ټال ۲۲۸۲۸ صندوقونو نه ۲۱۹۰۹ یې له ۲۲ ولایتونو نه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کابل مرکزي دفتر ته رسول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه صندوقونه د ایساف په همکارۍ راوړل شوي، چې نن (دوشنبې) به له بغلان ولایت ته د رایو ۹۰۴ صندوقونه کندوز او مزار شریف ته ولېږدول شي او بیا به کابل ته راوړل شي.
نور وايي مرکزي دفتر ته راوړل شوې رایې د ټول ټال رایو ۹۲.۴ سلنه جوړوي.
دی وايي، اوس یوازې د تخار، غور او بغلان رایې پاتې دي، چې مرکز ته ولېږدول شي.
د ولسمشریزو ټاکنو د رایو له ارزونې سره د عبدالله د ټاکنیزې ډلې څارونکي یوځای شوي دي.

د عکس سرچینه،
وړاندې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یونما) کابل کې ویلي وو، چې د عبدالله ټاکنیز ټیم د رایو د تفتیش له بهیر سره یوځای کېږي.
د رایو د تفتیش بهیر د تېر چنګاښ له ۲۶ پنځه ځلې د رایو د بطلان په تړاو د معیارونو پر سر د نوماندانو د اختلاف له کبله درول شوی و.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تېر چنګاښ پر ۲۶ د ټولو رایو د تفتیش بهیر پیل کړ، چې په لړ کې به یې شاوخوا ټول درویشت زره صندوقونه د درو اونیو په لړ کې وارزول شي.
تېره ورځ (یکشنبې/زمری ۳) د افغانستان د ټاکنو د دویم پړاو رایو د بيا شمېرنې بهیر د ښاغلي عبدالله ټاکنيزې ډلې پورې د اړوندو څارونکو له حضور پرته له سره پیل شو.
د ټاکنو کميسیون ویاند نور محمد نور پرون خبریالانو ته وویل، د ټاکنو د دویم پړاو رایې شمېرنې بهیر، سر له ننه پیل او هره ورځ به په دوو بېلابيلو کاري ساعتونو شېفتونو کې تر سره کېږي.
ښاغلي نور وویل، د نوماند عبدالله عبدالله د ناظرینو له حضور پرته د تفتیش بهیر ځکه اعتبار لري چې د نړیوالو ناظرینو په حضور کې ترسره کېږي.

د عکس سرچینه،
نوموړي زیاته کړه چې د عبدالله عبدالله د ټیم ټولې غوښتنې چې وړاندې شوې وې د ټاکنو کميسیون به خپلو کاري چارو کې په پام کې نیولې ترڅو د عبدالله عبدالله ټیم دغه بهیر ته بیرته راوګرځي.
ښاغلي نور ټینګار وکړ چې دغه کميسیون نه شي کولی د رایو تفتیش له دې نه نور هم ځنډنی کړي او د رایو تفتیش د سلګونو نړیوالو ناظرینو په شتون کې له بشپړ اعتبار نه به برخه من وي.
د عبدالله عبدالله د ټیم غبرګون
خو داسې برېښي چې د ښاغلي عبدالله ټیم له دغه بهيره راضي نه دى او څارونکو يې هم په دغه بهير کې گډون نه دى کړى.
په کابل کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر مشر بریالي ارسلايي په یوه خبري غونډه کې وویل: "تاسې خبر یاست چې څو ساعته وړاندې د انتخاباتو کمیسیون په خپل سر زموږ د ټیم د ناظرینو د موجودیت نه بغیر دغه پروسه پیل کړه چې دا زموږ په نظر سره د هغو نامشروع اعمالو لړۍ ده چې تر اوسه دې کميسیون جاري ساتلې".

د عکس سرچینه،








