کرزي پر غزې اسرائیلي بریدونه وغندل

د عکس سرچینه،
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی پر غزې د اسرائیلو بریدونه غندلي او دا یې ''د اسرائیلو له خوا ناځوانمردانه او ړانده بریدونه'' بللي.
نوموړ ي ویلي، افغان حکومت د ''اسرائیلو په ناوړه او بې رحمانه'' بریدونو کې له فلسطیني قربانیانو سره ۵۰۰ زره ډالر مرسته کړې.
د حامد کرزي دغه پیغام د بهرنیو چارو د وزارت له خوا رسنیو ته استول شوی دی.
په پیغام کې حامد کرزي د فلسطین له خلکو سره غمشریکي ښودلې او پر غزې یې د اسرائیلو وحشیانه بریدونه په کلکو ټکو غندلي.
د تېرې چارشنبې پر ورځ، د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ، چې ولسمشر کرزي، دوو مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار، د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو له فلسطیني خلکو سره د ۵۰۰ زرو ډالرو د مرستې لپاره چمتووالی ښوولی.
د لومړي ځل لپاره د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ۱۳۹۱ کال په فلسطیني خاوره کې د یهودي مېشت ځایونو جوړول غندلي وو، او ویلي یې وو، چې د تل ابیب دا کار د سولې په مخ کې خنډ ګرځي.
لس کاله مخکې، افغانستان د اسرائیلو د کړنو پرضد غبرګونه نه ښود، او ان پر غزه یې د جګړې په اړه هم غبرګون نه وو ښوولی.
د رسمي شمېرو له مخې، پر غزه د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې تر ۷۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي.
په وژل شویو کې تر ۱۰۰ ډېر ماشومان دي.
خو د حماس له خوا په بریدونو کې لږترلږه ۳۴ اسرائیلیان وژل شوي، چې ۳۲ یې پوځیان دي.








