سپنتا: افغانستان د رایو په خطرناک پړاو کې و

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په کابل کې خبریالانو ته د "ملي یووالي حکومت" د موخو او څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړل.
نوموړي وویل، د ملي یووالي د حکومت جوړېدو پرېکړې د تېرو ټاکنو لانجه ختمه کړه.
ښاغلي سپنتا وویل، د ملي یووالي له حکومت جوړولو موخه د دیموکراتیکو بنسټونو پیاوړي کول، د افغانستان باثباته کول، او ډېرو قومونو ته پکې ونډه ورکول دي.
ظاهراً له ټاکنیزو لانجو د ښاغلي سپنتا هدف د دویم پړاو تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته و، چې ولسمشرۍ ته دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله، هر یوه پکې د ځان د بریالیتوب ادعاوې کولې.
د دویم پړاو ټاکنې، چې لا یې هم وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب دواړه نوماندان د ملي یووالي حکومت جوړولو ته راضي کړل شول.
دواړو کاندیدانو ومنله، چې د دویم پړاو ټولې رایې باید وارزول او له سره وشمېل شي، او هرڅوک چې بریالی شو، هغه به د افغانستان ولسمشر وي.
د ملي امنیت سلاکار وویل: "که چېرې تېرو ټاکنیزو لانجو دوام کړی وای، شاید ترهګرو ته یې دا موقع ورکړې وای، چې هېواد د لا نورې نارامۍ خوا ته کش کړي".
د ښاغلي سپنتا د خبرو په غبرګون کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي مشر نادر نادري د ملي یووالي د حکومت پر طرحې نیوکه وکړه او وویل، چې د دا ډول حکومت جوړول د دیموکراتیکو بنسټونو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د عکس سرچینه، AP








