"د ټاکنو بریا د درغلۍ په مخنیوي کې ده"

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبېش وايي د راتلونکو ټاکنو بریا په دې کې ده چې نوماندان د ټاکنو پایلې ومني او د خپل ملاتړو په مرسته د درغلۍ مخه ونیسي.
ښاغلي کوبېش پر افغانانو غږ کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو په څېر یو ځل بیا د ټاکنو په دویم پړاو کې په پراخه پيمانه برخه واخلي.
له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبېش پر ټاکنیزو بنسټونو او افغان حکومت هم غږ کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړي پړاوه د تر لاسه شویو تجربو په رڼا کې ټولو رایه ورکوونکو ته د خپل حق کارولو زمینه برابره کړي.
یان کوبېش په یوې اعلامیې کې ویلي یوازې له تخنیکي پلوه په سمه توګه د ټاکنو ترسره کولو بسنه نه کوي بلکې د هغه په وینا د نوماندانو سیاسي ارادې ته هم اړتیا ده چې د ټاکنو بهیر او پایلې یې ومني.
نوموړي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په رڼه بڼه د ټاکنو د ترسره کولو لپاره نوماندان د خپلو ملاتړو په مرسته د احتمالي درغلۍ مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو استازی وايي په سمه توګه د ټاکنو ترسره کولو لپاره اړینه ده چې دولتي چارواکي بې پرۍ پاتي شي.
یان کوبېش یو ځل بیا پر افغان رایه ورکوونکو غږ کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو په څیر په پراخه کچه په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
هغه وايي هغه پیغام چې په ټاکنو کې د پراخ ګډون له لارې افغانان رسول غواړي دا دی چې دوی پر دیموکراسۍ د بریدونو خلاف دي او غواړي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او یو مشروع ولسمشر ولري.
د ټاکنو څارونکې ډلې امنیتي ستونزې او د حکومتي چارواکو احتمالي لاس وهنه د ولسمشرۍ ټاکنو پر وړاندې لوی خنډونه بولي.
خو حکومت د ټاکنو د امنیت ډاډ ورکوي او ولسمشر حامد کرزي په یوه ځانګړي فرمان کې له حکومتي چارواکو غوښتي چې په ټاکنو کې بې پرۍ اوسې.
درغلۍ
څو ورځې وړاندې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل د هغو ۵۳۸۸ کارکونکو دندې یې ځنډولي چې په خبره یې په تېرو ټاکنو کې په درغلیو تورن شوي دي.
د کمېسیون مشر یوسف نورستاني په یوې خبرې غونډې کې وویل دغه کارکوونکي به عدلي او قضایي څانګو ته د یو لړ پوښتنو، ګرویږنو لپاره وسپارل شي.
د ټاکنو له لومړي پړاو وروسته ګڼ شمېر شکایتونه د دغه کمېسیون د کارکوونکو پر ضد د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ثبت شوي وو.








