''د ملي ګټو دفاع ته به د تورې په څېر تېره یم''

په لوېديځ هرات ښار کې د اشرف غني احمدزي زرګونه پلویان راغونډ شوي وو.
د عکس تشریح، په لوېديځ هرات ښار کې د اشرف غني احمدزي زرګونه پلویان راغونډ شوي وو.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته دواړو ولاړو کاندیدانو د خپل کمپاین په لړ کې پلویانو ته ویناوې وکړې.

اشرف اغني احمدزی لوېديځ هرات ولایت ته تللی او عبدالله عبدالله د کابل په جنوب ختیځ کې د ځدراڼو قوم راغونډو شویو خلکو ته وینا کړې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو دواړو کاندیدانو د جمعې په ورځ (غبرګولی ۹) خپلو پلویانو ته ویناوې کړې دي.

اشرف غني احمدزی لوېدیځ هرات ولایت ته تللی او هلته یې خپلو زرګونو پلویانو ته د بې کارۍ ختمولو، په فراه او بادغیس ولایتونو کې د درو نورو بندرونو جوړولو ژمنې کړې دي.

له نوموړي سره په دې سفر کې د هرات دوه مخکني والیان او د هغه نور پېژندل شوي پلویان هم ملګري وو.

اشرف غني احمدزي وویل، که چېرې ولسمشر شي، په هرات ولایت کې به د سوداګرو د ځورونې او سوداګریزې پرمختیا پروړاندې پراته خنډونه او موانع لیرې کړي.

هغه د قانون پر حاکمیت او سولې راتلو هم ډېر ټینګار وکړ، خو وايي د ملي ګټو ساتنې په ملاتړ به د تورې په څېر تېزکاره وي:

''دا وطن پایداره سوله غواړي، که څوک د ملي ګټو په مقابل کې دریږي زه به د تورې غوندې تیره اوسم. زما لومړۍ ژمنه به دا وي چې د ارګ، جومات، ممبر او مدرسې ترمنځ واټن له منځه یوسم''.

بل خوا، د ولسمشرۍ ټاکنو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله هم نن په هغو مراسمو کې چې په کابل کې له هغه د ځدران د یوه قومي مشر له خوا جوړ شوي وو، خپل پروګرامونه تشریح کړل.

عبدالله عبدالله د قانون له مخې د ټولو قومونو د حقونو ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ:

عبدالله عبدالله د قانون له مخې د ټولو قومونو د حقونو ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، عبدالله عبدالله د قانون له مخې د ټولو قومونو د حقونو ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ

''موږ خپل ولس او قومونو ته د صادقانه خدمت وعده ورکوو، له قانون سره مطابق د افغانستان د ټولو قومونو یوشان حقونه غواړو''.

د ولسمشریزو ټاکنو د تېر پړاو سل زره هغه رایې باطلې اعلان شوې، چې په هرات کې درغلي پکې شوې وه.

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي پخپله رادیويي وینا کې پر افغانانو غږ وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخه برخه واخلي.

په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې د روان غبرګولي پر ۲۴ (جون ۱۴) وشي.