د برګډال خوشي کېدل، د افغان حکومت قهرجن غبرګون

افغان حکومت د امریکا هغې معاملې ته قهرجن غبرګون ښوولی، چې له مخې یې له طالبانو سره یو امریکايي بندي پوځي له ګوانتنامو زندانه د پینځو لوړپوړو طالبانو په بدل کې خوشې شو. دغه پینځه طالب بندیان د قطر حکومت ته سپارل شوي دي.
افغان حکومت وايي، یوه درېم هېواد ته د بندیانو سپارل د نړیوال قانون خلاف کار دی.
بل لور ته د امریکا د دوو لویو سیاسي ګوندونو ترمنځ له طالبانو سره د بندي امریکاي سرتېري د خوشي کېدو په بدل کې د ګوانتانامو پنځه بندیانو خوشې کولو پر سر ناندرۍ دوام لري.
د امریکا یوه مهم ګوند جمهوریت غوښتونکو ویلي، چې دې سره په د امریکایانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.
ولسمشرۍ ته پخواني نوماند جان مکین ویلي، هغه بندیان چې قطر ته سپارل شوي په هغو کې خطرناک کسان هم شته.
د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین هم پر دې معاملې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې خوشې شوي طالبان د لوړې کچې امنیتي ګواښونه وو.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر د خپلو بندیانو راخوشې کېدل یو لوی بری بللی دی.
راخوشې شوی امریکايي بریدمل باو برګډال اوس د جرمني په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د نوموړي مور و پلار په امریکا کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دوی له خپل زوی سره تر اوسه خبرې نه دي کړې او په وینا یې د ده درملنه یو اوږد بهیر دی. د دغه پوځي مور جاني برګډال وویل، د خپل زوی لیدو ته ډېره په تمه ده.
'' زموږ کورنۍ، ستا کورنۍ کلکه عقیده او هیله لري. ته د یوې پیاوړې قبیلې غړی یې او اوس لا پیاوړی شوې. پینځه کاله یو اوږد وخت دی، خو تا دا کلونه په بریالیتوب تېر کړل. زه پوهېږم چې ته اوس تر پخوا لا ډېر مهربان او زغمناک یې. ته اوس آزاد یې. زویه! زه به تا ډېر ژر ووینم."
ظابط برګډال یوازنی امریکایی بندي و چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوی او ورسره بندي و.
د خوشي شوي امريکايي سرتېري روغتیا ښه ښوول شوې ده.
ضابط برګډال د ۲۰۰۹م کال د جنوري له ۳۰ مې راهیسې د طالبانو په بند کې و.
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل له دې مخکې ویلي، ضابط بېرګډال ته به هر ډول اړینه مرسته ورسېږي چې له دې لانجې ورغېږي او موږ خوښ یو چې هغه به ژر تر ژره له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.
نوموړي د قطر له امیر مننه وکړه چې د دې راکړې ورکړې په برخه کې یې مهمه ونډه لرله.
ښاغلي هیګل د پنځو افغان بندیانو په اړه وویل، متحدو ایالتونو د قطر له حکومت سره نژدې همکاري لرله او ځان یې په دې باوري کړی چې د دغو کسانو خلاصون به د امریکا امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي.








