د سولې شورا د طالبانو خوشي کېدو هرکلی وکړ

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د سولې عالي شورا له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو جګپوړو طالب چارواکو خوشي کيدل په نیک پال نیسي، وايي چې ګواکې دا کسان د دغې شورا او وسلوالو طالبانو د مشرتابه ترمنځ د سولې د خبرو لپاره اغیزناک رول لوبولی شي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د برخې سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار بي بي سي ته وویل هیله یې دا ده چې د دغو بندیانو خوشي کیدل په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستو ته لاره پرانیزي، خو وايي تیرې تیروتنې باید بیا له سره نه شي.
مصطفی سالک په خپل راپور کې دغه پنځه طالب مشران د هغه امريکايي سرتېري په بدل کې خوشي شوي، چې په ۲۰۰۹ کال وسلوالو د افغانستان په سويل ختيځ کې نيولی و.
د افغانستان د سولې ستره شورا وايي په یوه ډول د دغو پنځو تنو لوړ پوړو چارواکو د خوشي کولو په چاره کې ښکیل وو.
خو وايي دا ادعا نه کوي چې ګواکې د دغو خوشې کیدنو بنسټيز لامل د دوی غوښتنه وه.
د شورا د بهرنیو اړیکو د برخې سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي دا چې پریښودل شوي کسان لوړپوړي طالبان دي، نو د جوجاړي د بهیر په ترڅ کې ګټور پریوتی شي.
ښاغلي قاسمیار غوښتنه وکړه چې د دغو طالب چارواکو په خوشي کیدو سره په قطر کې د سولې په موخه د طالبانو دفتر پرانستل شي چې د سولې د شورا او طالب مشرتابه ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي.
له ښاغلي قاسمیار مې وپوښتل چې پخوا د سولې شورا او افغان حکومت په قطر کې د طالبانو ددفتر مخالفت کړی و، ځواب یې دا و که د دفتر د پرانستې تر شا پټ لاسونه، نه وي او طالبان هم د امارت اسلامي له نومدړې/ لوحې او ځانګړي بیرغ تیر شي نو بیا د طالبانو دفتر ګټور دی.
جګپوړي طالب مشران
۵ تنه طالب چارواکي نورالله نوري، عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري او ملا محمد فاضل د یوه امریکايی سرتیري بوي برګډال په بدل کې له ګوانتانامو خوشي شول.
د ځینو سرچینو له مخه نورالله نوري په ۱۹۶۷ میلادي کال زابل ولایت کې زیږیدلی د طالب واکمنۍ پر مهال د لغمان بیا د بغلان او بیا د بلخ والي و چې په ۲۰۰۱ میلادي کال بلخ کې ونیول شو.
عبدالحق وثیق په ۱۹۷۱ میلادي کال غزني کې زیږیدلی نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو ریاست مرستیال و.
خیرالله خیرخواه په ۱۹۶۷ کال کندهار کې زیږیدلی او د طالب واکمنۍ پر مهال یې د کورنیو چارو د وزیر، د شمال زون د مشر، د بلخ او بیا د هرات د والي په توګه دندې تر سره کړې دي.

د عکس سرچینه، AFP
محمد نبي عمري په ۱۹۶۸ میلادي کال کې خوست کې زیږیدلی چې یو طالب مشر بلل شوی دی.
او ملا محمد فاضل په ۱۹۶۷ میلادي کال اروزګان کې زیږیدلی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوی درستیز، د دفاع وزارت مرستیال او د شمال د جنګي محاذ مشر پاتې شوی دی. هغه په ۲۰۰۱ کال کندوز کې نیول شوی و.
د هېګل غبرګون
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل ویلي، دوی اړ وو، چې د طالبانو له بنده د یوه امریکايي سرتېري د راخوشې کولو معامله په چټک ډول تر سره کړي، ځکه د چارواکو په باور د دغه پوځي ژوند له ګواښ سره مخامخ و.
بریدمل باو برګډال له تېرو کابو پینځو کلونو راهیسې بندي و او تېره ورځ له ګوانتنامو زندانه د پینځو لوړپوړو طالب بندیانو په بدل کې راخوشې شو.
ښاغلي هیګل افغانستان ته په خپل سفر کې وویل، دی هیله من دی چې د بندیانو دا تبادله به له طالبانو سره په خبرو اترو کې پرمختګ ته زمینه برابره کړي، خو په وینا یې د دوی لومړیتوب د بریدمل برګډال راخوشې کول وو.








