ولسمشر کرزي بندیانو ته د بښنې فرمان صادر کړ

د عکس سرچینه،
ولسمشر حامد کرزي د بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی دی.
دغه فرمان د غويي/ثور د اتمې نېټې په ویاړ چې کابل ته د جهادي ډلو د ننوتو له ۲۲مې کلیزې سره برابره ده، صادر شوی.
دا فرمان د ټولو پوځي او غیر پوځي بندیانو په تړاو صادر شوی چې دا مهال د افغانستان په زندانونو کې پراته دي.
له کابله خوشحال تایب په خپل رپوټ کې وايي د ولسمشر حامد کرزي د دې فرمان له مخې به هغه ټول ماشومان چې تر یو نیم کال بند محکوم شوي د جرم او د تېرې شوې مودې له پام کې نیولو پرته باید خوشي شي.
دغه راز هغه ماشومان چې تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي وي او د بند یو په دریمه برخه یې تېره کړې وي باید خوشي شي.
هغه ماشومان چې له پنځو کلونو نه د ډېرې مودې په بند محکوم شوي او د خپل بند دوه په دریمه برخه یې په زندان کې تېره کړې وي هم د دې فرمان له مخې خوشي کېږي.
د ولسمشر حامد کرزي له خوا په فرمان کې دغه راز راغلي چې هغه کسان چې په یو کال بند محکوم شوي د جرم د بڼې او په زندان کې د تېرې شوې مودې په پام کې نیولو پرته باید خوشي شي.
همدارنګه هغه بندیان هم خوشي کېږي چې تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي او د بند یو په دریمه برخه موده یې په زندان کې تېره کړې وي.
دغه راز هغه بندیان چې په ۱۰ کلونو بند محکوم شوي او نیمايي موده یې په زندان کې تېره کړې وي د ولسمشر حامد کرزي د بښنې د فرمان له مخې خوشي کېږي.








