کرزی: 'له ښځو سره زورزیاتی د نارینه وو بې چارګي ښيي'

ولسمشر حامد کرزي د ښځو د پیوستون د ورځې په ویاړ حکم کړی چې د ښځینه بندیانو د بند په مودې کې کموالی راشي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسمشر حامد کرزي د ښځو د پیوستون د ورځې په ویاړ حکم کړی چې د ښځینه بندیانو د بند په مودې کې کموالی راشي.

افغان ولسمشر وايي په تېر دوولسو کلونو کې د ښځو په تړاو له ترسره شویو چارو خوښ خو پرې قانع نه دی.

هغه په کابل کې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې د لمانځنې پر مهال وویل په راتلونکي حکومت کې به د اوس په پرتله د ښځو چارې لا ښې شي ځکه له اوس یې ورته پاخه بنسټونه اېښودل شوي دي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې وايي، سږ کال د ښځو د پیوستون یا د مارچ اتمې نیټې شعار د ښځو لپاره برابري د ټولو لپاره پرمختګ دی.

د ښځو لپاره د رایې حق شعار لومړی ځل په ۱۸۵۷ کال کې په نیویارک کې مطرح شو چې هغه مهال سخت وځپل شول خو دا دی ۱۵۶ کاله وروسته په نړیواله کچه لمانځل کیږي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې هم ښځو د پوهنې، روغتیا، اقتصاد او ټولنیزو چارو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. خو د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر په وینا دغه هڅې کافي نه دي اوله راتلونکي ولسمشر او حکومت وغوښتل چې د ښځو حقونو ته پام وکړي او اوسنۍ لاس ته راوړنې په اوبو لاهو نه شي:

''د تېرو څو کلونو د ښو لاسته راوړنو سره سره چې نه یوازې هغه کافي نه دي بلکې له ګڼو ننګونو او ستونزو سره هم مخ وې. زه باور لرم چې زموږ زیاتې هڅې او کوښښونه کولای شي دغه ننګونې او ستونزې ورځ تر بلې راکمې کړي''.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لا هم د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي او زور زیاتي کار اخیستل کیږي. چې په وروستیو کې یې ګڼې پېښې لیدل شوي دي.

حامد کرزي په تېرو ۱۲ کلونو کې د ښځو لپاره پرمختګ وستایه، خو قانع کوونکی یې ونه باله

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حامد کرزي په تېرو ۱۲ کلونو کې د ښځو لپاره پرمختګ وستایه، خو قانع کوونکی یې ونه باله
د شمېرو له مخې، په هرو دوو ساعتونو کې دوې افغان میندوارې مېرمنې د زیږون پرمهال مري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د شمېرو له مخې، په هرو دوو ساعتونو کې دوې افغان میندوارې مېرمنې د زیږون پرمهال مري
حامد کرزی وايي، د ښځو د حقونو لپاره یې حکومت پاخه بنسټونه اېښي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حامد کرزی وايي، د ښځو د حقونو لپاره یې حکومت پاخه بنسټونه اېښي
افغان ولسمشر کرزي له علماو ، سپین ږیرو او مخورو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي د مخنیوي او هغوی د درناوي په برخه کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، افغان ولسمشر کرزي له علماو ، سپین ږیرو او مخورو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي د مخنیوي او هغوی د درناوي په برخه کې مرسته وکړي.

افغان ولسمشر کرزي له علماوو، سپین ږیرو او مخورو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي د مخنیوي او هغوی د درناوي په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي له نارینه وو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې زور کار ونه کاروي ځکه په دې سره خپله د نارینه وو کمزوري څرګندیږي. او نارینه دې د هېواد په ساتنه کې خپله وړتیا وښيي.

''له ښځو سره زور زیاتی د نارینه وو زور نه ښيي، بلکې د هغوی بیچاره ګي او کمزوري ښيي. که نارینه زور لري نو د هېواد صنعت او سوداګرۍ کې دې ونډه واخلي او چټک دې کړي. له ښځو سره زور زیاتی د نارینه تېښته ښيي''.

ولسمشر حامد کرزي د ښځو د پیوستون د ورځې په ویاړ حکم کړی چې د ښځینه بندیانو د بند په مودې کې کموالی راشي.