چمن کې د کندهار د ولايتي شورا نوماند وژل شوی

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان په سويل کې چارواکي وايي د کندهار ولايتي شورا ته نوماند شاه محمود جلالي په پاکستان کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال پېښه مني او وايي چې نوموړی تېره ورځ د بلوچستان د چمن په ښار کې وژل شوى او دا مهال يې مړی د کندهار په ميرويس روغتون کې دی.
خبريال مامون درانی وايي، د والې ویاند ادعا کوي چې په چمن کې د طالبانو ځينې پټنځايونه شته او په خبره يې ښايي شاه محمود جلالي هم د همدې ډلې له خوا وژل شوی وي.
تراوسه د دې پيښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د طالبانو والي
بل خوا د همدې ولايت چارواکي ادعا کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي وژل شوی دی.
چارواکي وایي دغه عملیات ېې د کندهار د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې کړي چې په ترڅ کې یې د طالبانو والي د خپلو دریو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
دوی وايي د کندهار لپاره د طالبانو والي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرې میاشتې مشر و.
دی څو کاله مخکې په کندهار کې ونیول شو او تر پنځه کاله بند تېرولو وروسته بېرته خوشي شو.
چارواکي وايي، نوموړی د خوشي کیدو وروسته د وسلوالو طالبانو لیکو ته ورستون او ډیر ژر د طالبانو له لوري د کندهار د والي په توګه وټاکل شو.
خو د څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې میشت ایساف ځواکونو د کندهار په بېلابېلو برخو کې د ده لوی تصویرونه ځړولي وو او له خلکو يي غوښتل چي د نوموړي په باب دوی ته معلومات ورکړي .
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.








