بلوچستان کې دوه هزاره شيعه په ډزو وژل شوي

دغه دوه کسه له موټر ښکته کړای شوي او بيا په ډزو وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، دغه دوه کسه له موټر ښکته کړای شوي او بيا په ډزو وژل شوي دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د ډزو په پایله کې دوه هزاره توکمي شيعه ګان وژل شوي دي.

د ځايي پولیسو په وینا دواړه وژل شوي کسان د سریاب روډ سیمه کې د بسونو په یوه تمځي کې وژل شوي دي.

ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې د په نښه شویو کسانو له ډلې يوه يې ځای پر ځای ساه ورکړه او بل د درملنې لپاره سملاسي روغتون ته ولېږدول شو.

دوی ويي ټپي شوي کس په روغتون کې د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه او هغه هم ومړ.

د پولیسو په وینا دواړه کسان د هزاره قبېلې اړوند دي.

پولیس وايي لومړني معلومات ښيي، چې دا د هدفي وژنو یوه پېښه ده.

بل لور ته د هزاره دموکراتیک ګوند او نفاذ فقه جعفریه تحریک د دواړو کسانو د وژنې غندنه کړې ده.

د هزاره دموکراتیک ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر سریاب روډ سیمه کې له یوه بس موټر نه دوه هزاره ګان ښکته کړای شوي او له پېژندل کېدو وروسته په ډزو وژل شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې شوې دي، چې د يو شمېر پېښو پړه يې ځينو وسلوالو ډلو او د ځينو هغو يې هېچا پړه پر غاړه نه ده اخیستې.