سویل ختیځ کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه

د عکس سرچینه، AP
د ټول هیواد په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د ونډې په وړاندې محدودیتونه شته، خو په سویل ختیځ ولایتونو کې د یو شمېر نورو سیمو په پرتله د ښځو په وړاندې محدودیتونه زیات لیدل کیږي.
د دې محدودیتونو لامل وېره او ځینې کلتوري مسایل دي.
د تېرو څو دورو ټولټاکنو کې د ښځو ګډون تر ډېره نمایشي وو.
د نوم لیکنې مرکزونو ته د ښځو تګ د هغو شعارونو په پرتله خوارا زیات پیکه و او لا هم پیکه دی ، چې افغان دولت او نړیواله ټولنه یې ښکته پورته کوي.
په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې مدني فعالان او ځايي خبریالان وايي، چې په ولایتونو کې یې د ښځو د ګډون په اړه چندان بدلون نه دی لیدلی.
د دوی په خبره د یادو ولایتونو په مرکزونو کې ښځینه کارکوونکې د ټولټاکنو په دفترونو کې د ګوتو په شمېر دي، نو خدای خبر چې په ولسوالیو کې به یې څه حال وي.
نادیه باوري وايي چې که ښځینه مرکز د نارینه و په لاس کې وي نو اسانه به نه وي چې ښځینه رایې ورکوونکې هلته ورشي او خپله رایه وکاروي.
مدني فعاله او د ولایتي شورا نومانده نسرین احساني بیا ټینګار کوي چې د رايې ورکولو ښځینه مرکزونه دې زیات او دوی ته دې د ټولټاکنو په ورځ د ټرانسپورټ اسانتیا برابره شي.

د عکس سرچینه، Getty
د ټولټاکنو د ځايي دفتر مسوولین ادعا کوي چې د پخوا په پرتله په خوست کې ښځینه کارکوونکې زیاتې شوي دي او د دوی هیله داده چې ګډون به یې هم ښه وي.
د ټولټاکنو د ځايي دفتر مسوول شفیق احمد وفا نه مني چې د ښځینه کارکوونکو په ټاکلو کې ناغیړي کړئ، خو د رایو د مرکزونو زیاتول او دوی ته د ځانګړي ترانسپورټ ورکول ورته اسان نه ښکاري.
په سویل ختیځو ولایتونو کې ډیری کتونکي په دې باور دي چې دلته په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو ګډون خودجوشه یا ولسي نه دي، نو ځکه تر ډېره ولسي ملاتړ هم له ځانه سره نه لري.
له همدې ځایه ده چې تراوسه د ډېرو هغو کسانو میرمنې او لوڼې هم په دې ډګر کې فعالې نه دي چې لوستي دي، د نورو میرمنو او لوڼو ته حقونه غواړي او په ټیټه او لوړه کچه سیاسي او ټولنیز فعالان بلل کیږي.








