ستاسې نظر: ولې د افغان مېرمنو پروړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى؟

- Author, وړاندې کوونکی
- دنده, متین سمسور، لندن
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي دي چې د تېر کال په لومړنیو شپږو مياشتو کې د افغان ميرمنو په وړاندې تاوتريخوالي ډېر شوي دي.
د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو پر نړيواله ورځ د کمېسيون په يوه تازه رپوټ کې ويل شوي دي چې د مارچ راهيسې يې د ميرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي ٤٠٠٠ پېښې ثبت کړې دي.
وهل ټکول، لفظي ترټنه، د زور ودونه، بدو کې ورکول، کورنيو او کارځايونو کې له ښځو سره ناوړه چلن د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ځينې هغه بڼې دي چې په رپوټ کې ترې يادونه شوې ده.
په همدې پلمه د ستاسي نظر په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو چې:
د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېرېدا لاملونه څه دي او حکومت ، ټولنه او کورنۍ د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کمولو او مخنيوي کې څه کولى شي؟
په پروگرام کې د گډون په موخه د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې راته زنگ ووهئ:
٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
د خپلو لنډو پيغامونو د استولو لپاره د ايس ايم ايس دغه شميره وکاروي:
٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨
او تاسو دارنگه کولى شئ چې په بي بي سي <link type="page"><caption> پښتو فيسبوک</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link> کې هم خپل پيغامونه پرېږدئ .








