سوداګریزه ودانۍ کې د افغان مېرمنو غونډه

د عکس سرچینه،
د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو د کابل په یوې سوداګریزې ودانۍ کې د غونډې په جوړولو د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه.
په دغې غونډې کې سپورتي د موسیقۍ او نورې هنري نندارې هم وړاندې شوې.
دغه فعالان وايي، دا غونډه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د یو میلیارد غږونو په نامه نړیوال غورځنګ په همغږۍ جوړه کړې وه.
ګلستان شینواری له کابله خپل رپوټ کاږي، چې کابل کې تر دې وړاندې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه ډېرې غونډې جوړې شوې، خو دا لومړی ځل دی، چې د مېرمنو د حقونو فعالان دا ډول یوه غونډه د کابل په یوه سوداګریز مارکېټ کې جوړوي.
په غونډه کې د بېلابېلو فعالانو پر ویناوو سربېره د هنرمندانو لخوا د تاوتریخوالي ضد ځانګړي حرکتونه، سندرې او موسیقي هم نندارې ته وړاندې شوه.
د غونډې جوړوونکي وايي، له دې کاره یې موخه دا ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي مبارزې کې نوښت راولي او دې مسالې ته د خلکو پام ور واړوي.
د مېرمنو د حقونو فعالانو په داسې وخت کې دا مراسم جوړ کړي، چې څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې د افغانستان د جزا قانون پر یو شمېر برخو نیوکې وکړې.
د یادې شوې ټولنې په وینا، د دغه قانون له مخې، د کورني تاوتریخوالي په قضیو کې د کورنۍ غړي د تورن کس پر وړاندې شاهدي نه شي ویلای. د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو ځانګړې استازې کترین اشتون دا یو خواشینوونکی شاتګ وباله.
په دغو نیوکو کې همدراز راغلي، د جزا قانون په تعدیلاتو کې ټینګار شوی، چې د کورني تاوتریخوالي په قضیو کې باید شاهد د کورنۍ غړی نه وي.
خو افغان چارواکي بیا وايي چې په دغه قانون کې راغلي بدلونونه ناسم تعبیر شوي او په وینا یې د قانون له مخې باید د کورنۍ غړي په زوره شاهدۍ ویلو ته اړ نه کړل شي. د چارواکو په خبره که څوک په خپله خوښه په دغو محکمو کې شاهدۍ ویلو ته چمتو شي، مخنیوي یې نه کېږي.
د مېرمنو د حقونو افغان فعالان د غونډو په جوړولو او نورو فعالیتونو کوښښ کوي، چې افغان ولسمشر د دغو تعدیلاتو ردولو ته وهڅوي. که ولسمشر دغه تعدیلات په دوو اونیو کې رد نه کړي، نو د اجرا کېدو وړ ګڼل کېږي.








