ستاسو غږ:په ټاکنو کې د مېرمنو ونډه څومره مهمه ده؟

د ولايتي شورا گانو راتلونکو ټاکنو لپاره ٢٧٠٠ کانديدانو څخه يې يواځې ٣٠٠ مېرمنې دي
د عکس تشریح، د ولايتي شورا گانو راتلونکو ټاکنو لپاره ٢٧٠٠ کانديدانو څخه يې يواځې ٣٠٠ مېرمنې دي

په راتلونکي کال کې افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د لومړني نوم لړ له اعلانېدو وروسته د ټاکنو په تړاو نورو موضوع ګانو ترڅنګ د کاندیدانو په برخه کې د مېرمنو په "کم رنگې" ونډې هم خبرې او بحثونه روان دي.

د ولسمشرۍ کانديدانو کې يوازېنۍ ښځينه کانديده په دې بريالۍ نه شوه چې لومړني لست ته لاره پيدا کړي، او د ولايتي شوراگانو ٢٧٠٠ نه زياتو کانديدانو کې يوازې ٣٠٨ يې ميرمنې دي.

که څه هم د افغانستان د خپلواکه کمېسيون د شمېرو ترمخه د کانديدانو په توگه د مېرمنو په ونډه کې څلورفيصده زياتوالى راغلى دى، خو د ټاکنو د چارو يو شمېر څارونکي د زياتوالي دې ادعا سره موافق نه دي.

څرنگه چې روانه اونۍ بي بي سي د مېرمنو په اړه ځانگړو پروگرامونو ته بيله کړېې دا پنجشنبه ستاسې غږ کې په دې خبرې کوو چې افغان ټاکنو کې د مېرمنو د ونډې د کمي علتونه څه دي، په دې لړ کې خلک او حکومت څه کولى او يا هم ورته څه کول پکار دي؟

په خپرونې کې د گډون لپاره په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ ماښامنۍ خپرونې ته زنگ راووهئ دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه راستولى شئ.

د بي بي سي په پښتو فيسبوک، ټيوټر او يا برېښناليک باندې هم خپل نظر او پوښتنې رالېږلى شئ.