ټاکنو ته له ۷۰ زرو ثبت شویو ۱۵ زره یې ښځې دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د ناامنۍ له کبله اندېښنه څرګندوي، خو بیا هم هیله مند دی، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نیټې تر رسېدو پورې د مېرمنو نوم لیکنه ۴۰ سنلې ته لوړه شي.
د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور زموږ همکارې ماریا محب ته ویلي چې، د نوم لیکنې د لړۍ په پیل کې د مېرمنو ونډه لږه وه، خو د ټاکنو د نېټې په نږدې کېدو سره د مېرمنو ونډه یو څه مخ په زیاتېدو ده.
د هرات ولایت د ښځو چارو ريسه محبوبه جمشیدي هم وايي، په دغه ولایت کې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د تیاریو لپاره د ښځو ونډه مخ په ښه کېدو ده:
''د ښځو ونډه د تېرې دورې په پرتله کمرنګه وه او ټولو له دې پلوه اندېښنه درلوده. خو اوس دغه لړۍ ښه روانه ده. موږ هم د ولسوالیو او ښارونو په کچه ځانګړي پروګرامونه لرو. د رسنیو او غونډو له لارې ټولو ته په ځانګړې توګه مېرمنو ته دا پیغام رسوو، چې د یوه کارت اخیستل او په ټاکنو کې برخه اخیستنه د دوی په برخلیک کې څومره ګټه لري''.
۴۱ که ۴۴۱
خو په ځینو نورو ولایتونو کې چارواکي وايي، زیاتره مېرمنې په راتلونکو ټاکنو کې د ونډې اخیستو لپاره نوم لیکنې ته زړه نه ښه کوي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه په ټول هېواد کې په ۴۱ مرکزونو کې د غبرګولې/جوزا په پنځمه نېټه پیل شوه، چې د چارواکو په وینا د دغه بهیر دویم پړاو به د زمري/اسد په پنځمه نېټه په ۴۴۱ مرکزونو کې پیل شي.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د مېرمنو د لږې ونډې په اړه اندېښنې موجودې وې، چې همدغه اندېښنې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم کیږي.
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون هیله مندي ښيي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به دغه اندېښنې راکمې کړي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزې تاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري په میاشتې کې ترسره شي








