افغانستان کې د ولایتي شوراګانو کمپاینونه پیل شول

د عکس سرچینه، AFP
په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ او ولایتونو شوراګانو ټاکنو ته ایله یوه میاشت پاتې ده، د کب پر دیارلسمه د ولایتي شوراګانو رسمي کمپاینونه پیل شول.
ولایتي شوراګانو ته افغانستان کې ټول ټال ۲۷۱۳ کسان کاندید شوي، چې ۴۵۰ به ترې ټاکل کېږي.
په پام کې ده، چې د افغانستان ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي وري پر شپاړسمه وشي.
ولایتي شوراګانو ته ۳۰۸ مېرمنو هم ځانونه کاندید کړي دي.
د افغاسنتان ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني وايي "دا سیالي ده، هرڅوک چې په کې بریالی شي، باید نور کسان درناوی ورته وکړي".
ولایتي شوراګانې
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ولایتي شوراګانې د حکومتي اهدافو د پوره کولو او ولایتي چارو د لا ښه سمبالښت لپاره جوړېږي.
د ولایتي شوراګانو غړي د هر ولایت د وګړو شمېر ته په کتلو ټاکل کېږي، چې د دغو شوراګانو شل سلنه غړي یې ښځې دي.
د قانون له مخې، هغه کسان چې عمرونه یې ۲۵ وي، د افغانستان تابعیت ولري، په ولایتي شورا کې غړیتوب لرلی شي.
هر کاندید باید له ۲۰۰ تر ۶۰۰ پورې د رای ورکوونکو کارتونه او یا هم د هغوی د ګوتو ټاپې ټاکنیز کمیسیون ته وسپاري.
د ولایتي شوراګانو نوماندان کمیسیون ته د نوملیکنې لپاره شل زره افغانۍ ورکوي.








