تایلنډ کې ټاکنې له خنډونو سره مخامخې شوې

د عکس سرچینه، AFP
په تایلنډ کې د مظاهرو له امله عمومي ټاکنې له خنډونو سره مخامخې شوې.
د پلازمېنې بنکاک په ځینو سیمو او د هېواد په ځینو سویلي برخو کې رایې اچونه ترسره نه شوه خو د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وايي چې ۸۹ سلنه د رایې اچونې مرکزونه پرانیستي وو او خلکو په عادي ډول خپلې رایې وکارولې.
د انتخاباتو د کمېسیون د چارواکو وینا ده چې د رایې اچونې د مرکزونو د تړل کېدو له امله شاخوا شپږ میلیونه رایې اچوونکي اغیزمن شوي دي.
ډېره تمه کېږي چې دغه انتخابات د صدراعظمې ینګلک شینواترا ګوند وګټي.
په داسې حال کې چې د تایلنډ په ګڼو سیمو کې بیړنی حالت دی د رایې اچونې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
امنیتي چارواکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په ټولیزه توګه حالات ښه وو او د تاوتریخوالي رپوټ نه دی ورکړل شوی.
په تایلنډ کې د انتخاباتو د امنیت لپاره ۱۳۰ زره امنیتي کسان په دندو ګومارل شوي وو چې ۱۲ زره یې یوازې په پلازمېنې بنکاک کې وو.

د عکس سرچینه، AFP
د دې ټاکنو لپاره ډېر لږ کمپاین شوی و او دا څرګنده نه وه چې په ټاکنو کې به د خلکو ونډه څومره وي.
آغلې شینواترا سمدستې وروسته له هغه چې د رایې اچونې مرکزونه پرانستل شول له خپل کور سره نژدي په یوه مرکز کې خپله رایې وکاروله.
هغې د رایې اچونې پرمهال وویل چې نن د تایلنډ لپاره مهمه ورځ ده او له خپلو خلکو غواړي چې له کورونو ووځي او د دیموکراسۍ د ساتلو لپاره خپلې رایې وکاروي.
خو مخالفین وايي حکومت به ونه توانېږي چې له دې ټاکنو څه ترلاسه کړي ځکه چې په وینا یې د رایې اچونې مرکزونه تړلي وو او پر دې ټاکنو یې خپل وخت ضایع کړ.
په پلازمېنه بنکاک کې ۶۶۷۱ د رایې اچونې مرکزونه جوړ شوي وو خو ۴۳۸ مرکزونو کې رایې نه دي اچول شوي.
حکومت وايي له بنکاک او ځینو سویلي سیمو پرته د هېواد په نورو برخو کې د رایې اچونې مخه نه ده نیول شوې.
په بنکاک کې د بي بي سي خبریال جنتن هیډ وايي دغلته مظاهره کوونکو د رایې اچونې د ځینو مرکزونو مخه نیولې وه او نه یې پرېښودل چې رایې پانې دغو مرکزونو ته یوړل شي.








