لوګر کې ځانمرګي برید ۱۳ کسان وژلي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پلازمېنې کابل څنګلوري لوګر ولايت چارواکي وايي له مرکز پل علم سره نژدې د يوه موټر بم چاودنې په پايله کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې شپږ یې پاکستانیان او اووه افغانان دي.
د والي وياند دين محمد دروېش بي بي سي ته وويل، برید سهار شاوخوا پنځه بجې شوی.
ښاغلی دروېش وايي ښايي دغه موټر چې د بابوس کوتل په سيمه کې چاودلی او مرګ ژوبله يې اړولې د ترهګريز بريد لپاره چمتو کېده.
ولايتي چارواکي وايي د وژل شويو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کلیوالو تښتونه
د کندهار امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو ددغه ولایت له غورک ولسوالۍ ۱۱ ولسي وګړي تښتولي.
ددغه ولایت د پولیس ویاند ضیاء درانی وایي وسله والو دغه کسان له حکومت سره د مرستې کولو په تور بېولي دي.
چارواکي وايي، ياد کسان نامعلوم ځاى ته وړل شوي، خو دوى يې د موندلو هڅې پيل کړې دي.
کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون درانی وايي، د راپورونو له مخې دغه کسان د غورک ولسوالۍ مرکز ته تللي وو، چې له غورک او هلمند سره پر ګډه پوله له موټره ښکته کړل شوي او نامعلوم ځاى ته لېږدول شوي دي.
له سیمې راپورونه ښي ي چې د هوا له سمېدو سره سم د غورک ځينو سيمو ته تازه وسله وال مخالفين راستانه شوي او هلته د ځينو بريدونو د کولو په تابیا بوخت دي.
غورک، د کندهار ښار شمال ته په سل کېلومتري کې پرته ولسوالي ده، چې د کندهار د ناامنو ولسواليو خاکرېز او ميوند تر څنګ د هلمند له سنګين او د اروزګان له دهراود ولسواليو سره پوله لري.
دغه ولسوالۍ پنځه کاله د وسله والو مخالفينو په ولکه کې وه، خو تېر کال افغان او بهرنيو ځواکونو د پراخو عملياتو په پايله کې د وسله والو له ګوتو و ایستله.
ځانمرګی
بل خوا، د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء درانی وایي چې په يوه ځانمرګي برید کی لږ تر لږه لس ولسي ورګړي ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه پېښه نن (یکشنبې/وري ۲) سهار لس بجې د کندهار ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند د باغ پل په سيمه کې رامنځ ته شوې.
د پوليسو ویاند وايي ځانمرګی بريد کوونکی بلی و او غوښتل يې هغه امنیتي ځواکونه په نښه کړي چې په سیمه کې يې ګزمه کوله.
هغه وايي برید کوونکي وروسته تر هغه په خپل ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول، چې د پوليسو له لوري اخطاريه ډز پرې وشو.
تر دې دمه ددغه برید په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.








