کندهار: د زندانيانو د لاسي توکو نندارتون

چارواکي وايي هڅه يې دا ده چې زندانيان ځان ته کار روزګار پيدا کړي

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، چارواکي وايي هڅه يې دا ده چې زندانيان ځان ته کار روزګار پيدا کړي

په کندهار ښار کې د لومړي ځل لپاره د زندانیانو د لاسي کارونو نندارتون پرانستل شوی دی.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، زندانیانو له مریواو هندارو داسې توکي جوړ کړي چې په لیدو سره يې نندارچیان ګوته په غاښ پاتې کیږي.

د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست ویلي چې له نندارتونه يې موخه داده چې زندانیان لاسي کارونو او کسبونو زده کولو ته وهڅوي، او توکیو ته يې د پلور بازار پيدا کړي .

له پخوا راهیسې نژدې د افغانستان د ټولو ولایتونو په زندانو کې دا دود ژوندی دی چې يو شمیر بندیان له مشکڼو، مریو، هندارو او نورو څخه پسول توکي جوړوي.

خو د کندهار ولایت زاندانیان د دغو ښکلایزو توکیو د جوړولو په برخه کې لوی نوم لري او دا ځکه چې په ټوله کې دغه سیمه د لاسي کارونو لپاره مخکښ نوم لري.

اوسمهال د کندهار ولایت په زندان کې لسګونه بندیان پسول توکي جوړوي او یو شمیر يې په نورو کسبونو بوخت دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي د کندهاري زندانیانو د هنرمندو ګوتو زړه وړونکي توکي يې د لومړي ځل لپاره د يوه رنګین نوښت په توګه نندارې ته وړاندې کړې دي.

دوه موخې

د ياد شوي بنسټ مشر دوا خان مینه پال وايي دا ګام دوه ارزښتمنې موخې لري، يو دا چې بندیان د بند په موده کې لاسي کارونو او کسبونو ته وهڅول شي، بله دا چې دغو پسول توکیو ته د پلور بازارونه وموندل شي.

اوس هم د هیواد په کچه او په ځانګړي ډول سویلي ولایتونو کې د يو شمیر نجونو غاړې د زندان په غاړکیو پسوللې دي، لاسي غاړې هم د ګڼو خلکو د ښکلا لامل شوې دي.

او یو شمیر نور پسول توکي د دفترونو او کورونو زینت ګرځیدلي.

د ترکاڼۍ په ګډون يو شمیر کسبونه هم د کندهار په زندان کې دود دي چې له لرګیو او نورو ښکلي توکي جوړوي.

اړوند چارواکي وايي دا چارې په زندان کې یوه سالمه بوختیا او تر خوشې کیدو وروسته زاندانیانو ته د ژوند تیرولو یوه سمه وسیله ده.