افغانستان د پاکستان وروستي تورونه رد کړل

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړې ده، چې وايي ۲۳ پاکستاني پوځيان د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي. افغان لوری دا ادعا ردوي.
دغه احتجاج د په امنیتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل عثماني ته په مالدیپ کې وړاندې کړ.
ښاغلي عزیز او ښاغلي عثماني د مالدیپ په مالې کې د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ په غونډه کې سره وکتل. دوی دواړه د وزیرانو په کچه دې غونډې ته ورغلي وو.
سرتاج عزیز خپل افغان سیال ته وریاده کړه چې څه موده مخکې د انقرې په درې اړخیزه غونډه کې هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به نه یوازې د یو بل په چارو کې لاس وهنه نه کوي، بلکه د هغو اورپکو پرضد به هم ګامونه اخلي چې د یوه او یا بل هېواد په خاوره کې د تاو تریخوالي عملیات کوي.
ښاغلي سرتاج عزیز له افغان حکومته په کلکه وغوښتل چې د دغه غیر بشري عمل سرته رسوونکو ته سزا ورکړي.
د افغان لوري غبرګون
د افغانستان ولسمشرۍ دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل:
لومړی داچې داسې شواهد نه شته چې وښيي دا کسان د افغانستان په خاوره کې وژل شوي وو.
دویم دا چې له بده مرغه داسې پېښې د هغو نا امنیو پایله ده چې د افغنستان په خاوره د ترهګرو او بنسټ پالو عناصرو له خوا بریدونه کېږي.
دا بیا هم د هغې تګلارې له امله ده چې دا ترهګر چې پاکستان په خپله خاوره کې پناه ورکوي، دغه هېواد یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.
د پاکستان داسې تګلارې اوسني حالت ته زمینه برابره کړې ده.
په بله وینا، څه چې کرې هغه به رېبې.
د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې ترهګرو زموږ خا ورې یو د بل پر ضد کارولې دي.
افغانستان او پاکستان باید د داسې پېښو د مخنیوي لپاره له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره په ګډه مبارزه وکړي.








