د پاکستان پټ زندانيان محکمه کې راڅرګند شوي

چارواکي وايي نور ډېر بنديان به په راتلونکو ورځو کې محکمې ته وړاندې شي
د عکس تشریح، چارواکي وايي نور ډېر بنديان به په راتلونکو ورځو کې محکمې ته وړاندې شي

هغه ۱۴ تنه بنديان چې ادعا کېږي د پاکستان پوځ له لوري په پټه او له تورونو پرته نيول شوي، په اسلام اباد کې محکمه کې راڅرګند شوي دي.

د دغو ۱۴ له ډلې ۶ تنه يې د خپلوانو له لوري پېژندل شوي چې وايي دوی وروسته له هغه ورک شول چې له يوه توقيف ځای نه پوځ ته وسپارل شول.

چارواکي وايي نور ډېر بنديان به په راتلونکو ورځو کې محکمې ته وړاندې شي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو خبريال طاهر خان وايي د ورکو شويو کسانو خپلوانو په پلازمېنه کې احتجاجي کمپ لګولی، چې د پښتونخوا د سوات دريو ورکو شويو کسانو مېرمنې هم په کې احتجاج کوي.

د اورپکو او قومپالانو ځپلو فعاليتونو په ترڅ کې ډېر خلک په تېرو څو کلونو کې له تورونو پرته نيول شوي دي.

د پاکستان پوځ دغه سړي د سترې محکمې حکم په ځواب کې چې امر يې کړی و ورک کسان دې راوباسي، وړاندې کړي دي.

خپلوانو يو قانوني بهير پيل کړی و چې پوځ اړي هغه ۳۵ کسان وړاندې کړي، چې پوځ ته له سپارلو راهيسې نه دي ليدل شوي.

د دفاع وزارت يوه جګپوړي چارواکي عارف نذير د فرانسې خبرې اېجنسۍ ته ويلي "دغه خلک مو د محکمې حکم ته په غاړه ايښودو کې وړاندې کړل، او د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو به نور خلک هم وړاندې کړو".

د حقونو مبارزې ډلې وايي سلګونه خلک په ورته شرايطو کې نيول شوي دي.

د بي بي سي پښتو طاهرخان د اسلام اباد احتجاجيانو ځای ته ورغلی او له هغوی سره یې خبرې کړې، چې دلته يې اورېدی شئ:

د پاکستان سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودري، چې د دسمبر پر ۱۲ مه تقاعد کېږي، هغه قضيې چې محکمې ته وړاندې شوې، څارلې، چې له مخې يې پر پوځ او استخباراتي کړيو فشار راغلی چې د نيول شويو ځای ځايګی راوسپړي.

تېر کال د هغو اوو کسانو خپلوانو چې د ساده جامو خلکو له لوري له پاکستاني زندانونو بېول شوي ويلي وو دوی د محکمې په امر په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هغه کسان چې په محکمه کې راڅرګند شوي، دری تنو يې له مرستې پرته د تګ توان نه درلود.

داسې ادعاوې کېږي، ۴ نور کسان چې په هماغه وخت کې نيول شوي د استخباراتي کړيو له لوري له کړولو او ځورولو وروسته مړه شوي دي.