پاکستان د پوځ نوى مشر وټاکه

پاکستان جنرال راحيل شريف د هېواد په ترټولو ځواکمنې څوکۍ کې وټاکه.
جنرال شريف د جنرال اشفاق کياني چې د پنجشنبې په ورځ تقاعد کوي ځاى نيسي.
پاکستاني حکومت دغه راز جنرال رشيد محمود د لوى درستيزانو د گډې کميټې د مشر په توگه وټاکه.
دا دواړه څوکۍ پاکستان کې د طالبانو په وړاندې جگړه کې ډېرې مهمې بللې کېږي. همدا راز دغه څوکۍ له دې کبله هم مهمې دي چې تل يې د پاکستان په سياسي ډگر کې رول درلودلاى.
خبريالان وايي لومړي وزير نوازشريف به د جنرال شريف پر دغه مهمې ټاکنې په دې ډېر ځير کړى وي چې هغه يې خپل سړى نه دى. د دغه غور بل لامل به دا هم وي چې ښاغلي شريف خپلو تېرو دورو کې له پوځيانو سره ستونزې درلودلې.
پر ١٩٩٩ کال نواز شريف د جنرال پرويز مشرف له لوري د يوه پوځي عمل په پايله کې له واکه وشړل شو.
پر ١٨٨٣ کال بيا د پاکستاني پوځ مشر وحيد کاکړ د هغو هڅو مخکښي وکړه چې پر بنسټ يې ښاغلى شريف اړ شو چې له خپلې دندې استعفا وکړي او ټاکنې ترسره کړي.
اسلام آباد کې د بي بي سي خبريال شازيب جيلاني وايي د جنرال شريف غوراوى به د نواز شريف د واک دريمې دورې څرنگوالى ټاکي.
تراوسه پورې د جنرال شريف په اړه ډېر څه نه دي څرگند.
تمه کېږي چې د پوځ نوى مشر به د جنرال کياني تگلارې تعقيبوي او له دې به ډډه وکړي چې په ښکاره د پاکستان په سياست کې مداخله وکړي.
دغه ټاکنه د لومړي وزير له لوري دغو څوکيو ته د احتمالي کسانو د پېژندلو په اړه له اونيو اټکلونو وروسته ترسره کېږي. داسې ويل کېږي چې د پوځ مشر څوکۍ ته د لومړي وزير په ليست کې د جنرال شريف نوم دريم و.
د بي بي سي خبريال وايي نوموړى د يوه هڅاند جنرال په توگه شهرت لري.
تردې مخکې جنرال شريف د پوځ د ښوونې او روزنې د برخې مشري کوله. د پوځ د قول اردو او د ايبټ آباد د پوځي اکاډمۍ قوماندانې گانې يې هم کړي دي.








