افغانستان له اروپايي ټولنې سره سوداګریز تړون لاسلیک کړ

افغانستان له اروپايي اتحادیې سره د اقتصادي سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی.
د افغان چارواکو په وینا دې سره به د اروپايي اتحادیې له غړو هېوادونو سره د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د ودې تر څنګ د دوو میاشتو مودې کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان لپاره غړیتوب تر لاسه کولو ته هم لاره هواره شي.
لکه چې د بي بي سي نورمحمد سعید کاږي، د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو په وینا، د افغانستان او اروپايې اتحادیې تر منځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کېدل په دې معانا دي چې افغانستان به له دې وروسته د سوداګرۍ نړیوال سازمان له اصولو او شرایطو سره سم د اروپايې اتحادیې له غړو هېوادونو سره سوداګري کوي.
د افغان چارواکو په وینا په دې توګه به د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب تر لاسه کولو کې له افغانستان سره ډېره مرسته وشي.
افغانستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې هڅه کوي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویندوی مساپر قوقندی وایي له اروپايي اتحادیې سره دغه هوکړه لیک به افغانستان د نړیوال سوداګریز سازمان د اصلي غړیتوب تر لاسه کولو ته نور نژدې کړي.
که څه هم د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب تر لاسه کولو لپاره اړینې ۲۱ لایحې او قوانین لا هم له ټولو پړاوونو نه دي تېر شوي خو د ښاغلي قوقندي په وینا افغانستان د اروپايې اتحادیې په ګډون وار له مخه له شپږو سوداګریزو همکارانو سره دغه ډول هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
دی وايي د یوې اونۍ موده کې به له ترکیې، تایوان او سویلي کوریا سره هم دغه ډول هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
د نوموړي په خبره، دې سره به نه یوازې د افغانستان ټرانزیټي او پانګونې ډېرې ستونزې هوارې شي، بلکې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کولای شي افغانستان ته د غړیتوب ورکولو لپاره پر همدې دلیل بسنه وکړي.
ښاغلی قوقندي زیاتوي"که د سوداګراۍ نړیوال سازمان وغواړي په همدې بنسټ، چې موږ له نهو سوداګریزو همکارانو سره هوکړه لیکونه لرو، موږ ته غړیتوب راکوي او وايي، چې په راتلونکو دوو دریو میاشتو کې د قوانینو د بښپړېدو پړووانه، تکمیل کړئ، چې د ملي شورا تصویب دی، د ولسمشر له لوري توشیح کېدل دي او تګلاري دي، چې باید د وزیرانو شورا او وزارتونو له لوري جوړې شي."
افغانستان د ۲۰۰۴ کال له ډسمبر له میاشتې راهیسې د نړیوال سوداګریز سازمان په غونډو کې د ناظر غړي په توګه برخه اخلي.
افغان چارواکي وايي د دغه سازمان د اصلي غړي په توګه حیثیت تر لاسه کولو وروسته به افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي او دغه هېواد به وکولای شي د نړیوال سوداګریز سازمان له ۱۵۷ غړو هېوادونو سره راکړه ورکړه وکړي.








