''امنيتي تړون ښايي راتلونکی ولسمشر لاسليک کړي''

ولسمشر کرزی وايي تر هغه چې سوله او امنيت نه وي د تړون لاسليک د افغانانو په خير نه دی

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر کرزی وايي تر هغه چې سوله او امنيت نه وي د تړون لاسليک د افغانانو په خير نه دی

د ناټو سرمنشي انرس فو را سموسن وايي، ښايي ولسمشر کرزی له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي او راتلونکي ولسمشر ته یې پريږدي.

ښاغلي راسموسن د مونیخ د نړیوال امنيتي کنفرانس په څنډو کې خبریالانو ته وویل، که رښتیا ووايو دغه تړون به د افغانستان راتلونکی ولسمشر لاسلیکوي.

نوموړی وايي، سره له دې چې د دغه تړون پر سر ډیرې نانندرې ووهل شوې، خو وايي دی باور لري چې افغانان به دغه تړون بلاخره لاسلیک کړي.

ولسمشر کرزی ټینګار کوي، له امریکا سره به دغه تړون هغه مهال لاسلیک کړي، چې واشنګټن یې غوښتنې ومني.

ښاغلي کرزي د سولې د بهیر عملي پیل د دغه تړون لپاره مهم شرط بللی دی.

امريکا بيا بيا له ولسمشر کرزي غوښتي، چې دغه امنيتي تړون هرڅومره چې ژر کېدای شي لاسليک کړي.

خو د ولسمشر ټينګار په افغانستان کې د امنيت راوستل او د سولې بهير پيل دی چې ښاغلی کرزی وايي تر اوسه نه دي شوي.

دی وايي که په افغانستان کې سوله او امنيت نه وي د امنيتي تړون لاسليکېدل د افغانانو لپاره هېڅ ګټه نه لري.

که د تړون لاسليکېدل راتلونکي ولسمشر ته پاتې کېږي، هغه به يې کومو شرایطو لاسليکوي.

آیا همدا شرطونه چې ولسمشر کرزی يې پرې ټينګار کوي او که نه پرته له دغو شرطونو به يې لاسليکوي، دا به وخت مالومه کړي.