' د امنیتي تړون ځنډېدو پانګونه اغېزمنه کړې '

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان سوداګرۍ خونې ویلي دي،چې د کابل او واشنګټن امنیتي تړون لاسلیکول ځنډول د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د پانګونې بهیر په ټپه ودریږي. دغه بنسټ وايي چې له ناڅرګند راتلونکي ډار اود نویمو کلونو ترخې تجربې هغه څه دي،چې له پانګوالو سره يې اندېښنې پیدا کړې دي.
سوداګرۍ خونې ویلي، چې په دې اړه به په نژدې راتلونکي کې له ولسمشر حامد کرزي سره لیده کاته وکړي او ترې به وغواړي چې خصوصي سکتور له دغه سرخوږي وژغوري.
مصطفی سالک له کابله خپل راپور کې کاږي، چې د افغانستان او امریکا امنیتي تړون په اړه له څو میاشتو راهیسې تا ویلي ماویلي روان دي، چې په افغانستان کې یې د ژوندانه ټول ډګرونه اغېزمن کړي دي، که څوک د کور،ګاډي یا نورو شتمنیو د پیر او پلور هوډ لري وايي چې د ۲۰۱۴ یانې روان میلادي کال په پای کې به غوڅه پرېکړه کوي او یا هم دې خبرې ته د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون له لاسلیکدا یا نه لاسلیکیدا سره تړاو ورکوي، هغه چې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو ته لاره هواروي.
د امنیتي تړون په اړه د ولسي وګړو له تاویلو ما ویلو سربېره اوس د افغانستان سوداګرۍ خونې هم خبرداری ورکړی، چې په دې برخه کې د چارواکو توپیريز اندونه د دې لامل شوي چې سترې پانګونې په ټپه ودریږي.
د یاد شوي بنسټ مشر محمد قربان حقجو په دې اړه اندېښنه وښووله او ویې ويل چې په دې راتلونکي کې به پر دې اړه له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې اترې وکړي.
' پانګوال زړه نازړه ،او د راتلونکي په اړه اندیښمن دي،په افغانستان کې د پانګونې په اړه ډاډه نه دي،که په دغه هېواد کې د تاریخ ترخو تجربو او په ځانګړي ډول د وروستیو دوو لسيزو تجربو ته وګورو، د ډاکټرنجیب حکومت تر نسکورېدو او د مجاهدینو تر راتلو وروسته چې پانګوالو او سواداګرو ته کوم زیانونه واوښتل،ویره ده چې د امنیتي تړون د نه لاسلیکیدو اود بهرنیانو د وتلو په حالت کې بیا تکرار نه شي، موږ به د شنبې پر ورځ خپلې سیاسي او اقتصادي اندیښنې له ولسمشر سره شریکې کړو،غواړو له هغه واورو چې خصوصي سکتور ته څه ځواب لري.'
په تېرو ۱۱ کلونو کې د افغانستان د اقتصاد څرخ کله چټک او کله ورو چورلیدلی دی،خو د دولت لګښتونه او نور اقتصادي فعالیتونه تر ډېره له بهرنیو مرستو سره تړلي وو.
په یاده شوې موده کې په افغانستان کې د خصوصي سکتور له خوا نژدې ۸ میلیارده پانګونه شوې ده.
نړیوال بانک په دې وروستیو کې ویلي پلټنې ښيي چې د سویلي هېوادونو په لړ کې افغانستان پانګونو ته ښې اسانتیاوې چمتو کړي او پانګوال په اسانه د پانګونې جوازونه تر ګوتو کولای شي.
افغان سوداګر او پانګوال هیله لري چې د افغان- امریکې د امنیتي تړون لاسلیکول به د امنیتي حالت د ښه کیدو لامل شي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په دې وروسيو کې ویلي تړون لاسلیک شي او کنه په دواړو حالتونو کې به د وسلوالو مخالفانو د بریدونو ګواښ پر خپل ځای وي.








