لیکوال او ژورنالست قسیم اخګر ومړ

ليکوال ژورنالست او د مدني ټولنې فعال قسيم اخګر له اوږدې ناروغۍ وروسته نن (جنوري ۲۸/سلواغه ۸) په کابل کې ومړ.
ښاغلي اخګر د شکر ناروغي لرله او د روان لمريز کال په پيل کې يې مغزي سکته وکړه.
کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی پخپل راپور کې وايي، قسيم اخګر چې لا له وړاندې يې د شکر ناروغي لرله او وروسته يې دماغي سکته وکړه د درملنې لپاره د هند او ترکيې هېوادونو ته واستول شو.، خو درملنې يې نتيجه ور نه کړه.
د هشت صبح ورځپاڼې مدير شاه حسين مرتضوي وايي نوموړی له تېرو څو مياشتو راهيسې په کور کې و او له خبرو لوېدلای و.
قسيم اخګر هغه مهال چې روسانو پر افغانستان تېری کړی و، خپل سياسي فعاليتونه پيل کړل او ايران او پاکستان ته کډوال شو.
دی د وخت د حکومت مخالف و.
ده هغه مهال د افغانستان چاپي رسنيو ته مقالې ليکلې او دغه راز يې د مهاجرت پر مهال څو کتابونه هم ليکلي دي.
د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته قسيم اخګر بېرته افغانستان ته ستون شو او خپل سياسي او ادبي فعاليتونه يې پيل کړل.
قسيم اخګر يو مهال د بشري حقونو له کمېسيون سره هم کار کاوه.
نوموړی د حامد کرزي د حکومت له منتقدانو څخه ګڼل کېده او ډېر کله به يې د حکومت پر کړنو مقالې ليکلې.








