هلمند کې د 'ناومېش' په نامه نوې ولسوالۍ جوړه شوه

هلمند
د عکس تشریح، ناومېش په افغانستان کې نهمه موقته ولسوالي ده.

د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې یوه نوي ولسوالي جوړه شوه. د ناومېش په نامه دا ولسوالي د دغه ولایت له باغران ولسوالۍ جلا شوه.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری پخپل راپور کې کاږي، د ناومېش په نامه دغه نوې ولسوالي د هلمند ولایت په شمالي برخه کې له باغران ولسوالۍ جلا شوه.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، دا د یوې موقتې ولسوالۍ په توګه رامنځ ته شوې ده.

د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل، دا ولسوالي د خدماتو د ښه تنظیم په موخه جوړه شوې ده.

د ښاغلي غورځنګ په خبره ناومېش په افغانستان کې نهمه موقته ولسوالي ده.

د سیمه ییزو ادارو د نوي قانون له مخې، د یوې نوې ولسوالۍ د تشکیل لپاره یو لړ شرایط ټاکل شوي دي.

په دغو شرایطو کې د ولایت له مرکز څخه په اواره ځمکه د اویا کلومترو واټن، د لږ تر لږه نوي زرو اوسېدونکو درلودل او د چوپړونو په رسېدو کې ستونزې شاملې دي.

د ناومېش اوسېدونکي او د هلمند چارواکي وايي، دوی له تېرو څو کلونو راهیسې د دې سیمې د ولسوالۍ کېدو غوښتنه کوله.

د مشرانو جرګې غړی او د هلمند پخوانی والي خیر محمد اخوندزاده وايي، ده په دغه ولایت کې د خپلې دندې پر مهال د دریو ولسوالیو د جوړېدو غوښتنه کړې وه، چې دوه یې تر اوسه جوړې شوې دي.

ناومېش د هلمند ولایت څوارلسمه ولسوالي شوه، چې په رامنځته کېدو یې د افغانستان د ټولو ولسوالیو شمېر ۳۷۵ ته ورسېد.