هلمند کې اورلګېدنې د یوه کور ۶ کسان وژلي

هلمند کې اورلګېدنې د یوې کورنۍ ۶ تنه وژلي. د هلمند د روغتیا چارواکي وایي، چې په یوه کور کې د اورلګېدنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل ښوي او دوه نور یې سخت سوځیدلي دي.
د بست روغتون ډاکټر نثار احمد له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چي پېښه د مرکز لښکر ګاه په بست کلا سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
دغه پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې یوې مېرمنې د خپل میړه لنګۍ لومړی په پټرولو پریولې او وروسته یې د اور په وسیله غوښتل چې وچه یې کړي، خو ناڅاپه ټوله کوټه د اور لمبو ونیوله.
د بست روغتون مسوولینو د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې څلور نجونۍ او د هغوی مور او پلار شامل دي. ویل کېږي د وژل شویو ماشومانو عمرونه له لسو کلونو ټیټ دي.
ټپیانو کې دوې نجونې دي چې روغتیایي وضعیت یې د انديښنې وړ بلل ښوی.
افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره معمولاً په کورونو کې د اور لگېدو او خلکو د سوځېدو په پېښو کې زياتوالى راځي.
ډېرې دغه پېښې له گازو او تېلو نه د پخلي او کورونو د گرمولو په موخه کارونه کې د بي احتياطۍ له کبله رامنځ ته کېږي.
بې احتیاطي
په دغو پېښو کې پر ستر مالي زيان سربېره، د کورنيو غړي يا خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم د سوځېدو له کبله داسې معيوبيت ورپېښيږي چې ټول ژوند ترې کړيږي.
بې احتیاطي هم د دغه ډول پېښو یو لامل بلل کېږي. دا وروستیو کې د کندهار ښار یوه مارکیټ کې اور لګېدنې دروند مالي تاوان واړاوه.
د ځايي خلکو په وینا هغه اور په نشه د روږدو کسانو له لوري لګول شوی وو.
خبریالان وايي په هلمند، کندهار، زابل او شاوخوا ولایتونو په ډېری سیمو کې د برېښنا نشتوالی د دې لامل کېږي، چې خلک له ګازو او تېلو کار اخلي او همدا د ګازو او نفتو کاروونه اکثر مهال د خونړیو پېښو لامل کېږي.
تېر ژمی هم دغه سیمه کې د اورلګېدنې لسګونه پېښې رامنځ ته شوې او یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، چې لامل یې د کورنو تودولو لپاره په بندو کوټو کې د ګاز او تېلو پریمانه کاروول وو.








