طالبانو د خپلو "قومندانانو" وژل کېدل رد کړل

طالبانو د پاکستان کوټه ښار کې د خپلو قومندانانو وژل کېدل "دروغ" بللي دي.
د افغانستان حکومت هم د طالبانو د غړو په وژنه کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.
طالبان وايي، چې کوټه ښار کې یوازې مخکني "جهادي قومندانان" وژل شوي دي.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپلو ویلي، چې د "نورالله" په نامه یو جهادي قومندان، چې د افغانستان سوېلي زابل ولایت و، او کوټه ښار کې اوسېده، وژل شوی دی.
طالبانو د ملا عبدالمالک، مولوي محمد اسمعیل او ملا سلیم وژل کېدل دروغ بللي او وايي چې دغه کسان لاهم ژوندي دي او د طالبانو په لیکو کې جنګېږي.
خو تېره ورځ (پنجنشنبې) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د پاکستان کوټه ښار کې د طالب مشرانو وژنه کې افغانستان لاس نه لري.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي وو، چې "پاکستاني رسنیو د طالبانو او د پاکستاني رسمي بنسټونو د نامالومو او ناباوري سرچینو په په پلمه راپور ورکړی، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د طالبانو د کوټې شورا یو شمېر غړي د افغانستان د مشخصو حلقو له خوا وژل شوي".
دغه وزارت په دغو وژنو کې خپل لاس لرل ردوي او پاکستاني رسنیو او مطبوعاتو کې یې د دا ډول خبرونو خپرېدل د افغانستان د حکومتي بنسټونو پرضد یوه دسیسه بللې ده.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې افغانستان ته سوله راتلل، یوازې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې او عادي ژوند ته د جنګېدونکو مخالفو قومندانانو په راګرځېدو کې نغښتي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالب مشرانو د وژل کېدو تر شا د طالبانو په لیکو کې د سیمې د استخباراتي کړیو لاس دی.
په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو یو قومندان <link type="page"><caption> قاري سیف الله </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/01/140108_hh-terrorist_designation_of_qari_saifullah.shtml" platform="highweb"/></link>د "خطرناکو" کسانو په لست کې شامل کړ.








