ننګرهار کې پر ګډې اډې ډله ییز برید شوی

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ کې په وسلو سمبالو برید کوونکو د افغان او بهرنیو ځواکونو پر یوې ګډې اډې برید کړی.
ځايي چارواکو ویليو لومړی له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د اډې دروازه کې چوول شوی او بیا نورو برید کوونکو پر اډې برید کړی.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي بي بي سي ته ویلي، ټول برید کوونکي وژل شوي، خو افغان او بهرنیو ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
خو په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ویلي، چې نن (شنبې/جنوري ۴) یې د افغانستان په ختيځ کې په ځانمرګي برید کې یو سرتېری وژل شوی.
سرچینې د وژل شوي هویت نه دی په ډاګه کړی.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې او ادعا کوي، چې درانه تلفات یې افغان او بهرنیو ځواکونو ته اړولې دي.
خو دغه ادعا د کومې رسمي سرچینې له خوا نه ده تایید شوې.

د غني خېلو ولسوالي له جلال اباد ښاره نژدې ۲۵ کیلومتره لیرې په ختیځه برخه کې پرته ده.
د تېر ۲۰۱۳ کال دسمبر پر ۲۲ه، ننګرهار کې د انسان تښتوونکو ۱۳ کسیزه ډله نیول شوې وه.
او د تېر دسمبر پر ۱۸، په سرحدي ښار تورخم کې ځانمرګو برید کوونکو د امريکايي ځواکونو د اکمالاتو پر يوه تمځای ډله ييز بريد کړی دو.
په دغه برید کې د عامه نظم یو پولیس وژل شوی و او دوه نور ټبیان شوي وو.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم په همدغه سيمه وسله والو ډله ييز بريد کړی و، چې په پايله کې يې د بهرنيو ځواکونو ګاډو ته زيانونه اووښتي و.








