ختيځ کې د ماين دوو جلا چاودنو ۹ کسه وژلي

د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي د ماين يوې چاودنې د پوليسو د قومندان په ګډون پنځه پوليس وژلي دي.
چارواکي وايي د پچير اګام امنيه قومندان او څلور ساتونکي يې نن د يوه کمين پر مهال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته وويل دوی هغه مهال په کمين کې کېوتل چې چپرهار ولسوالۍ ته پر لار وو.
د ښاغلي عبدالزي په خبره د وژل شويو پوليسو مرستې ته سرحدي ځواکونه هم ورغلي و، او دوی يې د وسله والو له کمين نه ژغورلي وو.
خو په خبره يې هغه مهال چې د پچير اګام امنيه قومندان له خپلو ساتونکو سره په بله لار بېرته د ولسوالۍ مرکز ته ستنېده په ماين الوتی او وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.
د کونړ چاودنه
بل خوا د افغانستان د ختیځ ولایت کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین څلور کسان وژلي دي.
د دغه ولایت چارواکي وايي، په دغې ولسوالۍ کې یو مازدا موټر پر سړک غاړې ماین ورختلی او په کې سپاره څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.
تېره ورځ هم د کونړ ولایت په چپې درې کې یوې ماین چاودنې په یوه ګاډي کې دوه ولسي وګړي وژلي وو.
تر اوسه د دغو پېښو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.
د تورخم ځانمرګی
پر همدې مهال د ننګرهار چارواکي وايي بريد سهار وختي د تورخم په سرحدي ښار کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې پر يوې ودانۍ شوی دی.
په سيمه کې د بي بي سي خبريال ببرک مياخیل وايي، چارواکو ورته ويلي چې په دغه بريد کې د ملي امنيت دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.
ويل کېږي چې يو تن سرسري ټپي شوی او د بل ټپونه ژور دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته ويلي ځانمرګی لومړی د ملي امنيت د ساتونکو له لوري د تومانجې په ډزو ټپي شوی، خو توانېدلی چې ودانۍ ته ننوځي.
امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي او خلک ودانۍ ته نژدې نه ورپرېږدي.
مخکې تر دې داسې راپورونه و، چې ګواکې د ملي امنيت پر ودانۍ ډله ييز بريد شوی دی.








