کابل کې دوو توغنديو درې افغان پولیس ټپيان کړي

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د بريد پړه نه ده منلې
د عکس تشریح، تر اوسه کومې وسله والې ډلې د بريد پړه نه ده منلې

د پلازمېنې کابل په ختيځه څنډه کې دوه توغندي چې توغېدو ته چمتو شوي و، چاودلي او لږترلږه درې افغان پوليس يې ټپيان کړې دي.

د کابل پوليسو وياند بی بی سي ته وويل امنيتي ځواکونه توانېدلي يو بل توغندی له توغېدو مخکې شنډ کړي.

دی وايي پوليسو د دغو توغنديو د توغېدو په تړاو يو مشکوک کس نيولی دی.

حشمت الله ستانکزي بي بی سي ته وويل، د هغو راپورونو له مخې چې دوی ته وررسېدلي هغه مهال چې امنيتي ځواکونو توغېدو ته چمتو شوي توغندي شنډول، دوه يې چاودلې دي.

ښاغلی ستانکزی وايي دغه چاودنه سهار اووه بجې د کابل ښار په ختيځه څنډه قلعه زمان خان سيمه کې شوې چې درې پوليس يې ټپيان کړل.

تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې په پلازمېنه کابل کې يو بم چاودلی او دوه توغندي په ښار لګېدلي دي.

د پوليسو وياند په ښار د توغنديو توغول رد کړل.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.