ناټو-کابل د ځواکونو پر دریځ خبرې پيل کړې

د بي بي سي پښتو وېبپاڼې موندلې چې کابل ته د ناټو د ځواکونو د دریځ د تړون مسوده سپارل شوې او اوس افغان چارواکي پرې غور کوي.
د دې تړون تر مخه به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو فعالیت او څرنګوالی سپينېږي.
په برسلز کې د ناټو سرمنشي اندرېس راسموسن د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۱) اعلان کړی و چې دوی له افغانستان سره پر دغه تړون د خبرو پیل ته اوس زړه ښه کړی دی.
د ناټو له لورې په یوه خبرپاڼه کې وویل شول: “زه نن د دغو خبرو د پيل هرکلی کوم".
دا خبرې د ناټو د لوړ پوړي ملکي استازي سفیر موریتس جوچیم او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر دنګین دادفر سپنتا ترمنځ وشوې."
په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر د بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ومنل چې له ناټو سره د تړون مسوده ور رسېدلې ده او ډير ژر به پرې چارواکي غور کوي.
د ولسمشرۍ دفتر وویل دوی له څه وخته د دې تړون د مسودې ترلاسه کولو ته سترګې په لاره و.
کابل دا د دې څرګندویه بولي چې د دوی په وینا لوېديځ له ۲۰۱۴ کال وروسته پاتې کېدا ته پوخ هوډ لري.
خو ښاغلي راسموسن وویل چې دا تړون به ترهغو نه بشږېږي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او پوځي تړون نه وي لاسلیک شوی.
د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل: "له ناټو سره پر تړون اوس خبرې پيل شوې، طبعآ کار به پرې کېږي او تر بشپړېدا پورې به یو څه وخت پرې لګېږي."
راسموسن د ناټو او کابل تر منځ د تړون په باب وویل: "د ځواکونو د دریځ تړون کې به یوه مهمه برخه د ناټو په مشرۍ د هغو ځواکونو قانوني کاري چوکاټ وي چې د ۲۰۱۲ کال د شيکاګو په سرمشریزه کې یاده شوه او د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته د سلا مشورې کارونه په کې وي."
کابل دا تړون مهم بولي او د چارواکو په وینا تر غور او څیړنې وروسته به یې پر لاسلیک فکر کوي.
له واشنګټن سره د امنیتي او پوځي تړون د لاسلیک د ځنډيدا منفي اغېز افغان چارواکي له ناټو سره پر کېدونکي تړون نه مني.
دوی په دې باور دي چې پر دواړو به غور کیږي او بې له کوم فشاره به د دوی په وینا پر خپل ( مناسب) وخت لاسلیکیږي.








