د ناټو - افغان سرتيرو نښته کې يو عسکر ووژل شو

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې يو افغان سرتيرى تر هغه وروسته ومړ چې پر نړيوالو ځواکونو يې ډزې وکړې.
د ناټو مامورين وايي په دې نښته کې د دوى يو سرتيرى هم ټپي شوى دى.
ويل کېږي چې دا پېښه د دواړو غاړو ترمنځ تر تاويلي ما ويلي وروسته وشوه.
دا په تېره مياشت کې د خپل ډول څلورمه پېښه ده.
تېر کال د ناټو د ټولو ځاني تاوانونو ١٥% برخه د افغان عسکرو د بريدونو له امله پېښه شوې وه.
د جون په مياشت کې ناټو د ټول افغانستان امنيتي چارې افغان سرتيرو ته وسپارلې خو لا هم ٩٧٠٠٠ بهرني عسکر په افغانستان کې شته دي.
د ناټو په مشرۍ د شاوخوا ٥٠ هېوادونو عسکر په افغانستان کې ځاى پر ځاى شوي دي چې نژدې ٧٠ زره يې د متحدوايالاتو دي.
په روان کال کې تر اوسه ١٠٠ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي.
د ناټو ډير عسکر له وسله والو مخالفينو سره په نښتوکې وژل شوي خو د افغان ملي امنيتي ځواکونو له خوا او يا د دوى په جامه کې د مخالفينو له خوا بريدونو د ناټو پر غړيو هېوادونو فشار ډير کړى دى.
په ٢٠١٢ کال کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په ترسره شويو بريدونو کې ٦٠ بهرني عسکر وژل شوي وو.
خپله د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې هم گڼ شمير کسان وژل شوي.








