پکتیا کې درې امریکايي پوځيان وژل شوي

افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي، چې پکتیا ولایت کې درې بهرني پوځيان وژل شوي.
ناټو وايي، وژل شوي پوځيان امریکایان دي، چې د اورپکو په یوه برید کې وژل شوي.
له تېر یوه کال راپدېخوا افغانستان کې تر ۱۰۰ ډېر نړیوال پوځيان وژل شوي.
په دوی کې یوازې ۸۰ یې امریکایان وو.
همداراز، د یکشنبې پر ګهيځ (اګست ۱۱) د پکتیا سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت یو جګپوړی امنیتي چارواکی د سړک غاړې ماین په چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سره ټپیان شوي.
یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د ولایت د ملي امنیت لومړی مرستیال عبدالجبار د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ټپي شوی.
خو وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې د پکتیا د ملي امنیت رییس یې وژلی، چې دا ادعا چا تایید نه کړه.
پکتیا د افغانستان سوېل ختيځ کې یو له هغو نسبتاً نا امنو ولایتونو دی، چې له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري.
ځینې افغان چارواکي په دې اند دي، چې د ډیورنډ د کرښې له هاخوا اورپکي د دغه ولایت له لارې افغانستان ته د بریدونو لپاره را اوړي.
د پکتیا پر ځینو برخو وسله وال طالبان ولکه لري، چې وخت-ناوخت پر امنیتي او حکومتي کارکوونکو او پولیسو بریدونه کوي.








