افغانستان له نړیوالو ټاکنیز څارونکي غواړي

اټکل دی، چې تر درو زرو ډېر کورني او بهرني څارونکي به د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو څارنه وکړي.
د عکس تشریح، اټکل دی، چې تر درو زرو ډېر کورني او بهرني څارونکي به د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو څارنه وکړي.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اروپايي ټولنې په ګډون له نړیوالو څارونکو غوښتي، چې د هېواد ولسمشریزو ټاکنو څارنې ته نوملیکنه وکړي.

ددغه کمیسیون چارواکي وايي، تر اوسه سلو کورنیو او بهرنیو بنسټونو دغه کمیسیون ته خپل څارونکي ورپېژندلي دي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، د افغانستان د ټاکنیز بهیر څارنه کې اروپايي اتحادیې هم د څارنې ژمنه کړې ده:

''د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې، له اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې غوښتل شوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې خپل څارونکي معرفي کړي او د ټاکنیز بهیر څارنه وکړي''.

د رسمي شمېرو له مخې، د ولسمشرۍ تېرو دوو ټاکنو کې تر درو زرو ډېرو کورنیو او بهرنیو څارونکو د رای اچونې بهیر څارنه کوله.

نور محمد نور وايي، تمه لري، چې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال هم تر درو زرو ډېر کورني او بهرني څارونکي د ټاکنو بهیر وڅاري:

''همداشان موږ له سارک هېوادونو سره هم اړیکه نیولې، چې ټاکنیز څارونکي رامعرفي کړي، زموږ دروازه ټولو څارونکو ته پرانیستې ده، هم په فزیکي ډول څارنه کولی شي او هم له بهره په ایمیل موږ ته د څارونکي د نوملیکنې لپاره خپل اسناد راستولی شي''.

تر دې وړاندې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ځانګړي استازي یان کوبیش هم د راتلونکي ټاکنیز بهیر پرمهال د کورنیو او بهرنیو څارونکو پر ګومارلو ټینګار کړی، چې په وینا یې د ټاکنو د څرنګوالي په کنټرول کې مهم رول لوبولی شي.