د ټاکنو د نوم آندانو د نوملړ ترتیب جوړ شو

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوم آندانو په نوملړ کې د هغوی نوم لیکنه د پچې اچونې له لارې ترسره شوه.
پر همدې بنسټ به د هغوی نومونه او عکسونه په ترتیب د رایو ورکولو په پاڼو کې چاپ شي.
د راتلونکي کال د وري په شپاړسمه کله چې رایه ورکونکي د ولسمشرۍ په ټاکنو کېد رایو ورکولو پاڼې ترلاسه کوي نو په سر کې به یې د عبدالله عبدالله نوم وي.
ورپسې په ترتیب د داوود سلطانزوی، دریم د عبدالرحیم وردګ، څلورم قیوم کرزی، پنځم اشرف غني احمدزي، شپږم سردار نادر نعیم، اووم زلمی رسول ، اتم قطب الدین هلال، نهم ګل آغا شیرزوی، عبدالرب رسول سیاف لسم او هدایت امین ارسلا نوم په یولسم ځای کې راځي.
د ولسمشرۍ د نوم آندانو نومونه د دوشنبې په ورځ په خپله د هغوی او یا هم د هغوی د استازو په وړاندې د پچې اچونې له لارې په ترتیب په نوملړ کې ولیکل شول.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل د نوم آندانو نومونه او عکسونه به په همدې ترتیب د رایو ورکولو په پاڼه کې چاپ شي:
(( دا هغه موقعیتونه دی چې له مخې یې د دوی نومونه د رایو ورکولو په پاڼو کې لیکل کیږي. او په همدې شمېرو یې عکسونه هم چاپیږي)) .
د ولایتي شوراګانو د ۲۷۱۳ تنو نوم آندانو د نومونو پچه اچونه یا قرعه کشي هم وشوه چې نومونه او عکسونه به یې له همدې لارې په ترتیب د رایو ورکولو په پاڼو کې چاپ شي.
د رایو ورکولو په پاڼه کې په ترتیب د نوم آندانو د نومونو لیکل به رایو ورکونکو ته کار آسانه کړی چې د خپلې خوښې نوم آند ته رایه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ددې پړاو په ترسره کولو سره یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په لور یو بل ګام هم پر مخ اخیستی دی.








