له افغان ټاکنو سره د جاپان ۱۷ میلیون ډالر مرسته

جاپان د افغانستان له نورو برخو سره هم مالي مرستې کړې دي.
د عکس تشریح، جاپان د افغانستان له نورو برخو سره هم مالي مرستې کړې دي.

جاپان په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو له بهیر سره د اوولس میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ. په پام کې ده چې دغه پیسې به د رای پاڼو په چاپ او نورو لوژیستیکي برخو ولګول شي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل دغه راپور کې کاږي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د جاپان له خوا د ورکړل شوې نوې مرستې پر مټ به تر ډیره هغه ستونزې لرې شي چې کمیسیون یې په اړه اندېښنه لرله.

په بام کې ده چې دغه مرسته شوې پیسې به د ملګرو ملتو د پرمختیایي ادارې له خوا د ټاکنو کمیسیون ته ورکړل شي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي چې د جاپان ترڅنګ ځینو نورو هېوادونو هم د ټاکنو د بهیر په تر سره کولو کې د مرستو ژمنې کړي دي.

د دغه کمیسیون سرچینې وایي چې د دوی د اټکلونو له مخې بخ په راتلونکو تاکنو ټول ټال ۱۲۰ میلیونه ډالره ولګیږي ، خو دوی لس ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و که چېرې هغوی ته تر راتلونکو دریو اونیو نورې پنځوس میلیونه ډالره ورنه کړل شي، ښایي په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له دغه بهیره بې برخې پاتې شي.

د ټاکنو کمیسون اټکل کوي چې د ټاکنو په بهیر به ټول ټال ۱۲۰میلیونه ډالره ولګیږي.
د عکس تشریح، د ټاکنو کمیسون اټکل کوي چې د ټاکنو په بهیر به ټول ټال ۱۲۰میلیونه ډالره ولګیږي.

ښاغلی نور وایي چې په کور د ننه دوی د نورو مرستو تمه نه کوي، خو هغه اندېښنې چې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو په تړاو وې اوس هم پخپل ځای پاتې دي.

د افغانستان په تېرو ټاکنو شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره لګیدلي و چې غوښنه برخه یې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه هیوادونو له خوا پرې شوې وه ، خو په راتلونکو ټاکنو کې به کمیسون د هغو پاتې وسایلو ګټه پورته کړي چې د تیرو ټاکنو ورپاتې دي چې په دې توګه به د دغو ټاکنو لګښت د تیرو هغو په پرتله کم وي .