کیري د لانجمن امنیتي تړون خبرو لپاره کابل ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته په یوه ناڅاپي سفر رسېدلی.
رپوټونه وايي، ښاغلي کیري د امنیتي تړون پر سر د خبرو او له ولسمشر حامد کرزي سره د "بېړنیو خبرو" لپاره کابل ته ناڅاپي سفر کړی.
وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې له هغه غوښتي وو، چې تر اکتوبر میاشتې پورې د امنیتي تړون د لاسلیکېدو برخلیک وټاکل شي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، چې د امنیتي تړون لاسلیکېدل امریکا ته دا موقع ورکولی شي چې راتلونکی کال له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې خپل پوځيان پرېږدي.
په افغانستان کې امریکايي ځواکونه ظاهراً د ترهګرۍ پرضد جنګېږي.
افغانستان او امریکا له تېر یوه کال راهیسې د دوه اړخیزه امنیتي تړون پر سر خبرو بوخت دي.
د افغانستان حکومت ویلي وو، تر هغو به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، چې واشنګتن د افغانستان ملي ګټې پکې نه وي منلې او د هېواد ملي حاکمیت ته یې درناوی نه وي کړی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکېدو لپاره باید امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې د نورو هېوادونو مخه ونیسي او له افغانستانه دفاع وکړي.
په وروستیو کې د افغانستان حکومتي چارواکو د ملي امنیت شورا کې ویلي وو، له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.
خو ولسمشر کرزي دوه ورځې مخکې خبریالانو ته وویل، د دغه تړون د لاسلیکېدو لپاره لویه جرګه را غواړي، او د افغانستان له خلکو سره باید په دې اړه سلامشوره وکړي.
د افغانستان حکومت هڅه کوي، د امنیتي تړون د لاسلیکېدو او یا نه لاسلیکېدو په اړه د لویې جرګې نظر ولري.
درې ورځې وړاندې په همدې موخه د لویې جرګې د جوړېدو کمېسیونوټاکل شو.
څه موده وړاندې نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه وروستۍ گڼه کې ليکلي و چې واشنگټن له افغانستان سره د امنيتي تړون د لاسليک پر سر د ولسمشر حامد کرزي له دريځه نهيلى شوى او که ژر بدلون را نه شي، آن د ٢٠١٤ کال تر پايه به هم خپل عسکر پرېنږدي.
که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځلې ویلي چې له امریکا سره د امنیتي تړون ژر لاسلیکېدو ته بیړه نه لري، خو د حکومت سیاسي اپوزیسیون ډېر ځلې له کرزي د دغه تړون د ژر لاسلیکېدو غوښتنه کړې ده.








