د امریکا وتل ولې بايد جدي وبلل شي؟
د امريکا يوه مخوره ورځپاڼه 'نیویارک ټایمز' وايي واشنګټن په جدي توګه له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر چټک ایستلو غور کوي، ځکه له ولسمشر حامد کرزي نهیلي ډېره شوې ده.
د کابل او واشنگټن په اړيکو کې د وروستي سړوالي تر برسېره کېدو لږ وروسته، د افغانستان يو شمېر سياسي ډلو پر دواړو لورو غږ کړى چې همکاري له سره پيل کړي.
د حق او عدالت گوند په يوه وینا کې چې بي بي سي ته هم راستول شوې، د امريکا د بشپړې وتنې احتمال د کلکې اندېښنې وړ او د دواړو هېوادو د ملي گټو په زيان بللى دى.
داود جنبش د دغه گوند له يوه وتلي مشر او د کورنيو چارو له پخواني وزير حنيف اتمر نه وپوښتل چې پر خپل حال د افغانستان د پرېښودو احتمال مخکې هم څو ځله ياد شوى چې کابل تش تبليغات بللي دي، دا ځل ولې بايد جدي وبلل شي؟