امریکا سره د امنیتي تړون خنډ ټکي جوت شوي

که څه هم رسمآ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر سر خبرې ځنډېدلي دي خو سرچینې ښيي چې د واشنګټن او کابل ترمنځ لا هم د دغه سند پر بېلا بېلو اړخونو پاڼې تبادله کېږي.
یوې سرچینې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې تر اوسه څو ځله د دواړو پلازمېنو ترمنځ د تړون مسودې کښته پورته شوې دي.
داسې ښکاري چې د خنډ اصلي ټکی له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي پاتې شویو ځواکونو پر ماموریت راڅرخي.
کابل د افغانستان پر ضد د تېري تعریف او د امریکايي ځواکونو د ماموریت څرنګوالی غواړي.
د دوی لپاره پوښتنه دا ده چې په کومو شرایطو کې به امریکايي ځواکونه پر افغان خاورې شوی برید تیری بولي او د افغان ځواکونو مرستې ته به وردانګې
دغه راز د امریکايي پاتې شویو ځواکونو له لورې عملیات او د کورونو د تلاشیو پر واک هم کابل نور جزییات او تفصیل غواړي.
څو میاشتې وړاندې کابل ویلي و چې د ملي امنیت لپاره د ولسمشر کرزي سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او ډاکټر اشرف غني احمدزي ته دنده سپارل شوې چې له امریکا سره پر تړون خبرې وکړي.
د تړون پر اقتصادي چارو کې د خبرو لپاره به د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال هم برخه اخلي.
د امريکا او افغانستان ترمنځ پر امنیتي تړون خبرې څو میاشتې وړاندې هغه وخت وځنډېدې چې کابل په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستو پر څرنګوالي قهروړی شو.
افغان حکومت تور لګاوه چې امریکا په بهر کې له طالبانو سره پټې خبرې کوي او وسله وال طالبان بیا د خپلو ګټو د ساتلو لپاره جګړې ته هڅوي.
په روانه اوونۍ کې ولسمشر کرزي په کابل کې له ځوانانو سره د خبرو پر وخت وویل چې دی د دغه تړون لاسلېک ته بېړه نه لري.
ښاغلي کرزي ویلي و چې پر ټولو اړخونو به خبرې کوي که کار اوس ونه شو نو د افغانستان راتلونکی ولسمشر دې دغه تړون له امریکا سره لاسلېک کړي. افغان مشر دا هم ویلي و چې ګواکې واشنګټن بیړه لري او کابل خپلو ګټو ته ګوري.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې څو اوونۍ وړاندې ليکلي و چې واشنگټن له افغانستان سره د امنيتي تړون د لاسليک پر سر د ولسمشر حامد کرزي له دريځه ګواکې ناهيلى شوى او که ژر بدلون را نه شي، آن د ٢٠١٤ کال تر پايه به هم خپل عسکر په افغانستان کې پرې نه ږدي.
د اګست په ۱۹ مه نېټه د افغانستان د ولسشمرۍ دفتر د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې د افغانستان او متحدو ایالاتو ترمنځ د امنیتي تړون په باب خبرې اترې نوي پړاو ته داخلې شوي دي.
هغه مهال دوی وویل چې د دغو خبرو مشري به له دې وروسته په کابل کې دوه مهم شخصیتونه ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر سپنتا په غاړه لري. پر امنیتي تړون تر دغه وخته په واشنګټن کې د افغانستان سفیر د کابل استازیتوب کاوه.








