د امريکا لوی درستيز ولسمشر کرزي سره پر امنيت خبرې کړې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا له لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي سره په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون په اړه خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، حامد کرزي له جنرال ډيمپسي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې شوې دي.
ارګ وايي، ولسمشر حامد کرزي د خبرو پرمهال په ټینګار سره وویل، چې افغانان نور له اوږدې جګړې او ناخوالو تر پزې راغلي دي.
په خپره شوې ویناپاڼه کې د ولسمشر حامد کرزي له خولې ویل شوي، چې افغانان اوس سولې ته ډېر لېواله دي.
ولسمشر کرزي ویلي، افغانان د سولې او ټینګ امنیت راتلو او د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو په شرط له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلکېدو ته چمتو دي.
تېره میاشت هم ولسمشر حامد کرزي د کابل یوه خبري غونډه کې وویل، تر هغو چې امریکا د افغانستان ګټې په پام کې نه وي نېولې او شرطونه یې منلي نه وي، امنیتي تړون به ورسره لاسلیک نه کړي.
ځمکنۍ بشپړتیا
ولسمشر کرزي د افغان پوځ پیاوړي کول او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا خونديتوب له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدو لپاره تر ټولو لوی شرطونه وړاندې کړي دي.
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر سر خبرې له څو میاشتو راهیسې روانې وې.
خو دغه خبرې وروسته تر هغه ودرېدې، چې قطر کې د طالبانو لپاره د سولې د بهیر د چټکتیا لپاره یو دفتر پرانیستل شو.
د افغان حکومت نیوکه دا وه، چې امریکا بهر کې له طالبانو سره پټې خبرې کوي او وسله وال طالبان د خپلو ګټو د ساتلو لپاره جګړې ته هڅوي.
تېره اوونۍ د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم هم امریکا او پاکستان د افغانستان د تجریې په دسیسې تورن کړل.
که څه هم پاکستان د ښاغلي خرم دغو څرګندونو ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مزار شریف کې د امریکا کونسلګرۍ د ښاغلي خرم دا خبرې بې بنسټه وبللې.








