کرزی: طالبان د اسلام د بدنامولو دنده ترسره کوي

افغان ولسمشر حامد کرزي پر وسله والو طالبانو تور لګولی دی چې د ده په وینا د اسلام د بدنامولو او تخریب دنده ورسپارل شوې ده خو دا نه وايي چې د چا له لوري دا کار شوی دی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د غزني ولایت پر یوه دیني عالم مولوي نورالحق باندې د برید د غندلو پر وخت ویلي چې ګواکې طالبان دا کار د دوی په وینا د اسلام د بدنامولو لپاره کوي.
د غزني والایت چارواکي وايي تېره شپه (د سپتمبر درېیمه) طالبانو په غزني کې د ۸۵ کلن دیني عالم مولوي نورالحق په کور باندې برید وکړ او دغه دیني عالم او د هغه دوه زامن یې ووژل.
په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي چې ولسمشر حامد کرزي د دغه برید په محکومولو سره وویل:
"طالبانو ته د هغوی د بهرنیو بادارانو له خوا د اسلام د تخریب او بدنامولو وظیفه ورسپارل شوې ده. طالبانو ته دا دنده ورکړل شوې ده چې پر جوماتونو او د خلکو پر دیني مراسمو بریدونه وکړي او د افغانستان جید دیني علما شهیدان کړي."
د ولسمشرۍ دفتر دا و نه ویل چې له 'بهرنیو بادارانو' څخه د ولسمشر مطلب څوک دی.
خو د ولسمشر له خولې د دوی دفتر د يوه مطلب د خپراوي پر وخت وویل: "لکه څنګه چې موږ پخوا هم ویلي دي، طالبان به د خپلو دغو غیر اسلامي اعمالو د ترسره کولو په خاطر افغان مسلمان ولس ته ځواب ورکوونکي وي."
تر دې دمه وسله والو طالبانو د دغه دیني عالم د وژلو په برخه کې څه نه دې ويلي.
په تېرو وختونو کې وسله والو طالبانو ځینې هغه دیني علما وژلي چې د دوی په وینا د حکومت پلوي وو.








