مري کې له افغان پلاوي سره د سولې نورې خبرې

کرزی
د عکس تشریح، ځینې رپوټونه وايي، چې افغان پلاوی له طالبانو سره د لیدو هیله ښوولې، خو تر اوسه کومې رسمي سرچینې نه ده تایید کړې.

پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي یو ورځنی رسمي سفر یوه ورځ نور غځول شوی، چې په لړ کې یې له افغان طالبانو سره خبرې او د بندیانو د خوشي کېدو خبرې په سر کې راځي.

افغان سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې د ښاغلي کرزي په مشرۍ به یو افغان پلاوی د پاکستان له لومړي وزیر سره د خبرو بل پړاو کې د سولې او طالبانو په اړه خبرې وکړي.

د ولسمشر کرزي مشرۍ له تللي پلاوي سره زموږ همکار حفیظ الله معروف وايي، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د افغان ولسمشر په درناوي کې اسلام اباد ته څېرمه د مري د سیل او سیاحت ښار کې د غرمنۍ مېلمستیا لپاره چمتووالی نیول کېږي.

ولسمشر حامد کرزی له خپل پلاوي او د پاکستان لومړی وزیر له ځینو نورو چارواکو سره مري ته رسېدلي او له افغان پلاوي سره یې مخامخ خبرې پیل کړې دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري وايي، چې پر نورو خبرو سربېره د لانورو تفصیلي خبرو لپاره د افغان پلاوي سفر یوه ورځ نور وغځول شو.

په پام کې وه، چې حامد کرزی او ورسره مل پلاوی به د دوشنبې پر ورځ تر خبرو وروسته د همدې ورځې پر ماښام بېرته افغانستان ته ستون شي.

سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د دویمې ورځې خبرو کې به د ولسمشر په مشرۍ پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، د مالي وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د سولې عالي شورا مشر او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د واک د لېږد کمیسیون مشر اشرف غني احمدزی او ځینې نور چاراکي هم برخه واخلي.

ځینې رپوټونه وايي، چې افغان پلاوی له طالبانو سره د لیدو هیله ښوولې، خو تر اوسه کومې رسمي سرچینې نه ده تایید کړې.

بي بي سي ته دا هم ویل شوي، چې د افغان پلاوي له ځینې غړي به د پاکستان له پوځي او امنیتي چارواکو سره هم خبرې وکړي.