د کرزي له سفره پاکستان د ''ګټورو خبرو'' تمه لري

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر هرکلی کړی او د یوه باامنه افغانستان تمه یې ښوولې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا لومړي وزیر په توګه د نواز شریف تر ټاکل کېدا وروسته پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي لومړنی سفر دی.
اسلام اباد کې طاهر خان د پاکستاني سرچینو په حواله وايي، د ولسمشر کرزي د سفر یو هدف دا دی چې "ګټورو خبرو "بهیر پرمخ بوځي، چې خبرو کې به دواړې غاړې سیمه کې د راتلونکي وضعیت او دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا غور وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، لومړي وزیر نواز شریف دوه ځلې له حامد کرزي سره پر تیلیفون خبرې کړې دي:
"د ښاغلي کرزي سفر به د اړیکو پیاوړي کولو روانوهڅوته یو قوي حرکت ورکړي ا و د دواړو هېوادونو مشران به سیمه کې د تلپاتې امنیت، ثبات او ګډو هڅو زیاتولو پر سر وغږېږي.
سرچینې د پاکستان لومړي وزیر په حواله ویلي، چې نوموړی د یوه خوشاله او خوندي ګاونډي هېواد لپاره هیله لري.
ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې پر ورځ (اګست ۲۶) اسلام اباد ته سفر وکړي، چې له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره به هم وغږېږي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزي بي بي سي ته ویلي، چې افغان ولسمشر به له پاکستانه یوازۍ او مهمه غوښتنه دا وکړي، چې افغان طالبان د سولې له شورا سره د خبرو مېز ته راولي.
هغه دا هم وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نورو برخو کې پرمختګ شوی، خو د سولې په اړه مخته تلل نه یوازې په ټپه ولاړ دي، بلکې د دواړو هېوادونو اړیکي یې له کبله ترینګلي شوي هم دي:
"پاکستان منلې چې په قطر کې یې د طالبانو اوامریکا ترمنځ د خبرو پروسه کې همکاري کړې، نوموږ وایو چې قطر کې مو کړې، دغه ډول د طالبانو او د سولې د شورا ترمنځ یې هم وکړﺉ".
له ولسمشر حامد کرزي سره په دې سفر کې ځینې وزیران او جګپوړي افغان مشران هم ملګري دي.








