کوڅه ډب سپي له ښارونو څرنګه له منځه وړل کېدی شي؟

یوشمېر کسان وایي د لېوني او کوڅه ډبه سپیو له منځه وړل اوږدمهاله کمپاین ته اړتیا لري په کورونو کې ساتل کېدونکي سپي هم باید د احتیاط لپاره واکسین شي.
د عکس تشریح، یوشمېر کسان وایي د لېوني او کوڅه ډبه سپیو له منځه وړل اوږدمهاله کمپاین ته اړتیا لري په کورونو کې ساتل کېدونکي سپي هم باید د احتیاط لپاره واکسین شي.
    • Author, امیر بریال
    • دنده, مزار شریف

د افغانستان په شمال کې د مزارشریف یو شمېر ښاریان وايي د کوڅه ډبه سپیو شتون اندېښمن کړي دي.

دوی وایي چې په ځانګړې توګه دغه ډول سپي د ښوونځي زده کوونکي او ماشومان وېروي.

د مزار شریف یو شمېر ښاریان وایي کوڅه ډبه سپي په لارو کې ښځې او ماشومان وېروي، چې په ځانکړې توګه د شپې له لوري خلک ترېنه تګ راتګ نه شي کولای.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی غبار بیا وايي چې د لېوني سپي له داړلو سره د بې پروایۍ له امله يې د ترور زوی ومړ:

''زما د عمه زوی سپي خوړلی وو خو نه وو پوه شوي چې لیوني سپي خوړلی، هغه مهال د کلي یو سیمه ییز ډاکتر ته ورغلی او خپل لاس يې پانسمان کړی وو خو درې میاشتې وروسته پرې حمله راغله کله مو چې ډاکتر ته وروست، ډاکترانو تر تشخیص وروسته وویل چې دا لیوني سپي خوړلی دی او نه ښه کیږي، همدا وو چې په درو ورځو کې یې ژوند له لاسه ورکړ''.

خو د مزار شریف یو بل اوسېدونکی محمد اکرم بیا وایي چې پلار یې لېوني سپي داړلی خو په درملنه ښه شو:

رمباړې

''پلار مې لېوني سپي خوړلی وو څو څله په وخت واکسین شو، ډېره زیاته درمنله مو یې وکړه ډاکتر، ملا زیارتونو ته مو بېوه، د اعصابو د خرابوالي حساس یې کاوه،غاښونه به یې چیچل، رمباړې به یې وهلې او فریاد به یې کاوه، خو بالاخره ښه شو''.

دغه رنګه د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي چې ډېر دغه ډول سپې په بېلو ناروغیو ککړ دي او د دوی په سیمه کې ستونزې راولاړې کړي دي.

د مزارشریف یوه اوسېدنکې قمر نوري وایي په دې برخه کې د عامه روغتیا ریاست او ښاروالۍ پاموړ اقدامات نه دي کړي‎:

''زه چې کله ښار یا دندې ته ځم یا که ماشومان ښوونځي یا سودا پسې ځي، کڅوړې ترېنه تښتوي یا چې د ورځې ووېرېږي، د شپې هم هماغه ډول په خوب کې نارې او چیغې وهي او ډېر خلک د لېونو او کوڅه ډبو سپو توپیر هم نه شي کولای. خلکو ته پوهاوی پکار دی ما په خپله اورېدلي چې د لېوني سپي له خولې لاړې بهېږي او په سړي مخامخ ورځي خو ټول خلک په دې نه پوهیږي باید دا کوڅه ډبه سپي له منځه یوړل شي''.

د بلخ ولایت د عامې روغیتا د چاپېرال ساتنې برخی امر ډاکتر عبدالخلیل محرابي بیا وایي چې سږ کال یې د یو کمپاین په لړ کې تر زرو زیات کوڅه ډب سپي له منځه وړي، خو زیاتوي چې اوس د دغه کمپاین مسؤولیت د ښاروالۍ پرغاړه دی.

ښاغلی محرابي وایي هغه کسان چې سپیو داړلي ډېر ژر باید واکسین شي او درملنه یې وشي.

نوموړی وایي چې د لېوني سپي داړلو له امله دوی ته ډېر شمېر کسان ورځي.

د مزار ښاروالۍ د روغتیا د برخې امر ضیاء الحق عطایي بیا وايي چې دا مهال د سپیو د له منځه وړلو درمل نه لري او تر هغې چې دغه درمل د عامې روغتیا له لوري دوی ته نه وي ورکړل شوي، دوی د سپیو د له منځه وړلو کمپاین نه شي پیلولی.

یوشمېر کسان وایي د لېوني او کوڅه ډبه سپیو له منځه وړل اوږدمهاله کمپاین ته اړتیا لري په کورونو کې ساتل کېدونکي سپي هم باید د احتیاط لپاره واکسین شي.

د کوڅه ډبو سپیو ډېروالی د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون لویو ښارونو کې یوه ستره ستونزه ده، چې په تېره بیا د شپې مهال په ډله ییزه توګه ګرځي او د شپې د تیارې سربېره د سړي وېره دوه برابره ډېروي.